پنټګان: اوکراین کولای شي له روس نه جګړه وګټي

د پنټګان ویاند جان کربي د اپرېل په شپږمه نېټه په یوې خبري غونډه کې

د پنټګان ویاند جان کربي د اپرېل په شپږمه نېټه په یوې خبري غونډه کې

واشنګټن: پنټګان د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی باور لري چې اوکراین د روس په وړاندې جګړه ګټي که څه هم امریکايي چارواکي د شخړې د اوږدوېدو د خطر په اړه خبرې کوي.

د رویټرز خبري ادارې د پنټګان د ویاند جان کربي له خولې راخېستي چې وايي، "له شک پرته چې یې ګټي."

کربي یوې خبري غونډې ته ویلي، "دلیل یې دا د هرې ورځې پایلې دي، له شک پرته چې یې ګټي."

بل پلو امریکا او لویدیځو متحدینو یې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی د روسیې پرضد نوي سخت او بیړني اقتصادي بندیزونه ولګول.

ددغو بندیزونو له مخې به امریکایان نشي کولای چې په روس کې پانګونه وکړي او د ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د هغه د بالغو اولادونو پر پانګو هم بندیز لګول شوی.

سپینې ماڼۍ ویلي، دوی دغه نوي ګامونه په اوکراین کې د روسي ځواکونو لخوا د ملکي وګړو پرضد د ترسره شویو ظلمونو په غبرګون کې اخیستي.

اخوا روسانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ هم د اوکراین په ښارونو باندې بمباري کړې ده.

د کیېف څخه د باندې د برودیانکا ښار باندې روسانو سخته بمباري کړې ده.

د اوکراین لوی سارنوالې اېرېنا ویلي چې زیاتو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي له لویدیځ څخه غوښتي دي چې له روس سره دې د نویو سختو بندیزونو په برخه کې پرېکړنده ګامونه واخلي.

د اوکراین په بوچا ښار کې د روسانو له وتلو وروسته د سلګونو ملکي وګړو مړي په سړکونو او واټونو لیدل شوي چې تر مرګ مخکې یې لاسونه هم شاته تړل شوي او شکنجه شوي هم دي.

خو روس په بوچا کې د ملکي‌ وګړو وژنه رد کړې ده.

امریکا دا هم ویلي، چې دوی به د روس په سترو بانکونو او مالي بنسټونو هم بندیزونه ولګوي.

سپینه ماڼۍ زیاتوي، چې دوی به د روس پر سترو دولتي کمپنیانو، د پوتین په بالغو اولادونو، د بهرنیو چارو د وزیر په مېرمنې او لور او د روس د ملي امنیت په غړو باندې هم بندیزونه ولګوي.

هندوستان په اوکراین کې د ملکي وګړو وژنه غندلې ده:

دا لومړی ځل دی چې نوی ډلي په روس باندې نیوکې کوي خو دا یې هم ویلي، چې ماسکو د هند مهم اقتصادي شریک دی.

تر دې مهاله نوي ډلي د خپل اوږده وخت ملګري روس په وړاندې د اوکراین د یرغل په اړه له نیوکو څخه ډډه کوله که څه هم د امریکا او متحدینو لخوا یې پرې فشار اچول شوی وو.‌

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلمان ته وویل، مونږ په بوچا کې وژنې په سختو ټکو غندو.

هغه زیاته کړې، دا یو جدي مسله ده او مونږ په دې اړه د خپلواکو پلټنو د غږ ملاتړ کوو.‌

د اوکراین چارواکو او اسېدونکو راپور ورکړی چې کیېف ته څېرمه په بوچا کې روسي ځواکونو تر ۳۰۰ ملکي وګړي وژلي دي خو ماسکو دا تورونه ردوي.