حافظ سعيد ته په دوه نورو مقدمو کې د 31 کلونو بند سزا اورول شوې

د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور د ترهګرۍ ضد مقدمو اورېدونکي عدالت د لاقانونه ګرځولې شوې ډلې مشر حافظ سعید ته په دوه مقدمو کې د 31 کلونو بند او جرمانې سزا اورولې ده.

د ترهګرۍ د مقدمو ضد عدالت قاضي/ جج اعجاز احمد د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ته د جمعې په ورځ (8 اپرېل) د غېر قانونه فنډنګ سره په دوه نورو مقدمو کې د بند سره د درې لکه 40زره روپو جرمانه هم اورولې ده.

عدالت ته د حافظ سعيد وکيل نصرالدين ويلي چې په حافظ سعيد جوړې مقدمې بې بنياده دي.

د ځايي ميډيا ترمخه حافظ سعيد ته چې په کومو مقدمو کې سزا اورول شوې په دې کې پرې دوه مقدمې د ترهګرۍ جوړې وې.

حافظ سعيد او د جماعت الدعوه ډلې ځینې نور مشران په کال 2019 کې د پنجاب سي ټي ډي پوليسو نيولي، په دوی د ترهګرو د مالي مرستو سره نور تورونه لګول شوي وو.

حافظ سعيد ته له دې وړاندې هم د ترهګرۍ ضد عدالت په نورو مقدمو کې سزاګانې اورولي او هغه د وړاندې نه په جېل کې دی.

څېړنکار ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه سره خبرو کې وايي د جماعت الدعوه د مشرانو پرضد په دې ورستو کې ګړندي عملیات کېدل او له عدالتونو لخوا ورته د ترهګرو د مالي مرستو په تورونو کې د قېد سزاګانې اورول کېدل د ایف ای ټي اېف د غوښتنو سره تړاو لري.

وايي پاکستان دا وخت د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې دې او د بندېزنو سره مخامخ دې. پاکستان غواړي چې د خړ فهرست نه وويستل شي.

هغه وايي د حکومت لخوا د جماعت الدعوه د مشر پرضد عملیات کول او له عدالت له لوري ورته سزا ورکول سم اقدام دې.

هغه وايي حافظ سعید چې څه کړي هغې پاکستان ته ډېر نقصان رسولی او ګڼي چې نوموړي ته اورول شوې سزا سمه ده، او هغه ددې مستحق وو.

"دداسې خلکو له لاسه پاکستان بدنام شوې دې. لاقانونه ډلو د پاکستان خارجه او دفاعي تګلارې په خپلو لاسونو کې د اخستلو هڅې کړي دي"

ښاغلي طلعت مسعود وايي د لاقانونه ډلو او د هغې د مشرانو پرضد په رياست او عدالتي کچه د پورته کړل شوؤ ګامونو له کبله دی ګڼي چې په بهرنۍ نړۍ کې به د پاکستان انځور ښه شي او د نړۍ سره به په اړيکو کې هم غوره والی راشي.

دنوموړي په وینا له دې ښکاري چې پاکستان اوس داسې ګامونه اخلي چې د هېواد دننه به ورسره مذهبي سخت دریځې کمه شي .

محمد عامر رانا په پاکستان کې د لا قانونه ډلو په فعاليتونو ژور نظر ساتي، ډيوه ته وايي اېف ای ټي ایف اکثر اعتراض کوي چې پاکستان د هغوئ په غوښتنو د عمل په ترڅ کې د لا قانونه ډلو په مشرانو لاس نه اچوي.

هغه وايي د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ایف اس ټي ایف د غوښتنو په تناظر کې دا ګامونه پورته کړي.


دښاغلي رانا په وینا داسې ښکاري چې حکومت د ناچله ډلو پرضد دګامونو دایره لا نوره پراخه کړې او غځولې ده.

راپورونه وايي د جماعت الدعوه په مشرانو د پنجاب سي ټي ډي پوليسو د 41 پورې مقدمې جوړې کړي چې پکې د 35 نه زياتې فېصله شوي دي.

حافظ سعید په 2008م کې د هند په ممبۍ کې ترسره شوي برید کې تورن دی او د دغه برید وروسته د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر ګرځول شوی وو.

د کال 2012م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی دی.

د 2008م د مې په مياشت کې د امریکا د خزانې وزارت د حافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی وو.

پاکستان په کال 2019 کې جماعت الدعوه او د دغه تنظیم د سيوري لاندې جوړ تنظيمونه لاقانونه ګرځولي وو.