پښتونخوا: کرک ضلع کې دوه پوليس په وسله وال بريد کې وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په پر امنه ګڼل کېدونکې ضلع کرک کې د پولیسو په ناکه وسله وال بريد کې د یو پولیس حوالدار په ګډون دوه پوليس عسکر وژل شوي دي. او د پولیس په ځوابي ډزو کې يو بريد کوونکی هم وژل شوی دی.

پولیس دا پیښه تاید کړه اود ضلعې پولیسو مشر شفیع الله ګنډپور وایي دا پېښه د شپې ناوخته د کرک ضلعې لتمبر تاڼې په احمد اباد علاقه کې رامنځته شوې ده.

هغه وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، د شپې پرمهال پولیسو ګشتي پارټۍ په احمد اباد سړک ناکه لګولې وه.

په دغه مهال پرې وسله وال راغلي او ډزې يې پرې کړي چې د ډزو په پیښه کې یو پولیس په ځایې وژل شوی او بل ټپي شوی چې وروسته یې بیا هسپتال کې ساه ورکړه.

هغه وویل د ډزو په پیښه کې حوالدار انورالله او سپاهي وصال احمد وژل شوي چې د تحت نصرتي سیمې اوسيدونکي وو.

د پولیسو افسر په خبره د پولیسو په ځوابي برید کې یو برید کونکی هم وژل شوی دی.

هغه وویل پولیسو د برید کونکو پرضد د لټون عملیاتو سره پلټنې پېل کړي دي.

په سمدستي ډول د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په دې ورستیو کې په امنیتي سرتیرو او ځانګړي ډول په پولیسو هدفي بريدونه سیوا شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د کرک سره جوختې پرتې د بنو ضلعې په جاني خېل سیمه کې د هدفي وژنو په دوه بیلا بیلو پېښو کې کور ته په رخصتۍ راغلي د پولیس دوه او د ملیشې ځواک یو عسکر وژل شوي وو.

هم دې سره تیره ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو بنو کې د ترهګرو پرضد د استخبارتي عملياتو ویلي چې پکې پینځه ترهګر وژل کېدو دعوې شوې وې.

کرک د خیبر د خېبرپښتونخوا صوبې مرکز پیښور نه نیزدې 123کلومیټره لرې هغه جنوبي ضلع ده چې پولې قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، هنګو او کوهاټ ضلعو سره لګیدلې دي.