د پاکستان د نوي وزیراعظم شهباز شريف 37 کسيزه کابينې سوګند پورته کړو، په دې کابينه کې 31 مرکزي وزيران، درې وزيران مملکت، او درې مشيران هم شامل دي.
د کابينې څخه د سوګند اخستو دستوره په اېوان صدر کې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (19 اپرېل) ترسره شوه او د سېنېټ چيرمېن صادق سنجراني د کابينې څخه سوګند واخستو.
د ځايي ميډيا ترمخه د کابينې څخه سوګند اخستو دپاره پرون د ګل/ دوشنبې ورځ ټاکل شوې وه خو صدر عارف علوي د سوګند اخستو څخه انکار کړی وو.
عارف علوي چې تعلق يې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره دی، د شهباز شريف نه د وزيراعظمۍ سوګند هم نه وو اخستی.
په نهم اپرېل قومي اسمبلۍ کې د عمران خان (پاکستان تحريک انصاف مشر) پرضد د بې باورۍ په تحریک راې ورکړل شوې او عمران خان د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شوی او شهباز شريف وزيراعظم ټاکل شوی وو.
د شهباز شريف کابينه
د شهباز شریف په کابينه کې 13 وزيران د مسلم ليګ ن، د پاکستان پيپلز پارټۍ نهه، د جمعيت علما اسلام څلور، متحده قومي مومنټ دوه، د بلوچستان نيشنل پارټۍ يو، او يو وزير د جمهوري وطن پارټۍ څخه اخستل شوی دی.
په کابينه کې درې وزير مملکت او درې مشيران هم اخستل شوي دي.
خو په ياده کابينه کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او د عوامي نيشنل ګوند اميرحېدر خان هوتي نه دي شامل.