امريکا، ملګرو ملتونو او د افغانستان د پخواني ولسمشر د کابل پرونۍ چاودنې غندلي دي، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (19اپرېل) د کابل په 18 حوزه کې د عبدالرحيم شهید ليسه (هايي سکول) مخې ته چاودنې شوي او لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
په کابل کې د طالبانو د حکومت د پوليسو وياند خالد ځدران په چاودنو کې د شپږو تنو د وژل کېدو او 11 ټپي کېدو خبر ورکړی وو، له دغې وړاندې هغه په ټويټر ويلي وو، په عبدالرحیم شهيد لېسه درې چاودنې شوي، او شيعه مسلمانانوته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکې په کابل کې په ممتاز ايجوکېشن سنټر او عبدالرحیم شهيد سکول بريدونه غندلي او ويلي يې دي، ټول افغانان حق لري چې پرته د ويرې خپلې زده کړې په خوندي توګه ترسره کړي.
The United States condemns the attacks on the Mumtaz Education Center and the Abdul Rahim Shahid school in Kabul. All Afghans deserve to pursue their studies safely without fear. Our hearts go out to victims and their families. https://t.co/RpZzmeoYdL
— Ned Price (@StateDeptSpox) April 19, 2022
د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونیو ګېټرس هم په کابل کې په سکولونو ترسره شوي بریدونه غندلي دي.
ښاغلي ګېټرس ویلي، د عامو خلکو په ودانيو او سکولونو بريدونه په سختۍ سره منع او د نړيوال بشري قانون سخت سرغړونه ده.
I condemn the deadly attacks on schools in Kabul and send my deepest condolences to the families of the victims. Attacks against civilians & civilian infrastructure, including schools, are strictly prohibited under international humanitarian law.
— António Guterres (@antonioguterres) April 19, 2022
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرايي ريس عبدالله عبدالله هم دغه بريدونه غندلي دي.
په سمدستي ډول د دغو بريدونو زمه واري چا نه ده منلې.
خو له دې وړاندې په دغه سيمه کې په شيعه مسلمانانو د بريدونو زمه وارۍ داعش ډلې منلي دي.
تېر کال د مې په مياشت کې د کابل د دشت برچي سيمې سره نزدې داعش د جينکو سکول په نخښه کړی چې پکې د 60 نه زيات ماشومان وژل شوي چې زياتره يې جينکۍ وې.
طالبانو چې تېر کال په 15 اګست د افغانستان واک په لاس کې اخستی او په دغه هېواد کې يې د بشيړ امنيت په ځای کولو دعوه کړې، له دغې وروسته هم داعش په افغانستان کې د څو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.