واشنګټن ــــ د افغانستان د مزار شریف، کندوز او کابل پرونۍ چاودنې ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد، امریکې، پاکستان او په افغانستان کې غندل شوې دي او پر عامو خلکو د دا ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د شیعه مسلمانانو پر جومات په پرونۍ چاودنه کې د طالبانو د یوه چارواکي ذبیح الله نوراني په وینا 25 تنه وژل شوي او تر شپېتو زیات ټپیان شوي دي.
د دغو بریدونو او درې ورځې وړاندې په کابل کې پر یو سکول باندې د برید په ضد نن د کابل په دشتِ برچي سیمه کې احتجاجي مظاهره شوې ده او احتجاج کوونکو د عامو خلکو د وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
داعش خراسان ډلې د شیعه مسلمانانو پر جومات د پرونۍ چاودنې ذمه واري منلې ده. دې ډلې دعوه کړې چې په چاودنه کې تر 100 پورې کسان زخمیان شوي دي.
طالبان وایي په مزار شریف ښار کې د پرونۍ چاودنې په تور یې د د داعش خراسان ډلې یو پخوانی غړی عبدالحمید سنګریار نیولی دی.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په مزار شریف ښار کې پرونۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې او د طالبانو له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او تسلیت یې ورته ویلی.
I strongly condemn the bomb blast at a mosque in Mazar-i-Sharif, Afghanistan. Those who perpetrated this heinous act of violence in holy month of Ramazan are enemies of Afghanistan & Islam. I send my heartfelt condolences & symapthies to the government and people of Afghanistan.
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) April 21, 2022
شهباز شریف په یو ټویټ کې لیکلي: "هغه کسان چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې دا وحشیانه کار کړی د افغانستان او اسلام دښمنان دي".
د یورپي اتحاد د بشري څانګې یوه مشر مایکل کوهلر هم په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر ټولو اړخونو یې ږغ کړی چې د خلکو وژنې ودروي او د شخړو سوله ییز حل ولټوي.
Civilians pay the highest price of violence in #Afghanistan. Yesterday, a blast in Mazar-e-Sharif killed another 11 people. We call all parties to stop this madness leading to loss of life and look for a peaceful resolution.@eu_echo @ECHO_Asia
— Michael Koehler (@MKoehlerEU) April 22, 2022
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما هم د مزار شریف برید «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې په عبادت بوخت عام خلک په نخښه کول د غندنې وړ عمل دی. یوناما په یو ټویټ کې لیکلي:
"د ملکي وګړو پر وړاندې وروستي بریدونه په افغانستان کې د يو اندیښمنونکي رجحان ښکارندويي کوي. دا ډول بريدونه باید ژر تر ژره پای ومومي او له عاملینو سره يې باید حساب وشي".
UNAMA condemns in the strongest terms today’s horrendous attack in Mazar-e Sharif, targeting civilians in a place of worship. Recent attacks against civilians represent a worrying trend in #Afghanistan. This must end immediately and perpetrators must be held accountable. pic.twitter.com/Ek1xA47ges
— UNAMA News (@UNAMAnews) April 21, 2022
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې پر وروستیو بریدونو اندېښنه ښوولې او پر عامو خلکو د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې. د وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، دوی د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.