د سياسي چارو څېړونکي وايي که څه هم د پاکستان پوځ او بيا د قامي سلامتيا کمېټۍ واضحه کړې چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان د حکومت د نسکورولو پرشا کوم بهرنی سازش نه ؤ شوی او د هېواد يو غالب اکثریت هم په دغه مفکوره باور نه لري خو د عمران خان پلويان به بیا هم د خپل مشر په دريځ پسې ځي او هم د هغه خبره به رښتيا ګني.
د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وایي عمران خان چې په کومه طریقه دفساد خورولو تیارۍ کوي ریاست ته به دیوې فتنې په توګه ددې مخه نیول اؤ ځان ترې خلاصول وي.
خو دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند پخپل دریځ ولاړ دی اؤ غوښتنه کوي چې دبهر نه دترلاسه شوي لیک دپلټنو لپاره دې قضایي کمیشن وټاکل شي.
دجمعې په ورځ د وزير اعظم شهباز شريف له دفتره جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د شهباز شريف په مشرۍ د قامي سلامتيا د کمېټې په غونډه کې په هغه خط غور وشو چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان په خبره، دده د حکومت پرضد د بهرنى سازش ذکر پکې شوی ؤ.
د قامي سلامتيا کمېټۍ تېره ورځ يو ځل بيا په ډاگه کړې چې د استخباراتي ادارو له پلټنو ثابته شوې چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.
خو دعمران خان دګوند تحریک انصاف له لوري دقامي سلامتۍ دکمیټې اعلامیه دخپل ګوند د دریځ پخلی ګرځول شوی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې دبهر نه دترلاسه شوي خط دپلټنو لپاره باید یو قضایي کمیشن جوړ کړل شي.
دلته پوښتنه راپورته کېږي چې ایا خلک به د قامي سلامتيا د کمېټې په دريځ باور کوي او که نه پرله پسې به د عمران خان وېنا په پټو سترګو مني.
په دې اړه د سياسي چارو شنونکي ډاکټر سرفراز خان ډيوه سره خبرو کې وايي هغه خلک چې د سوچ اؤ فکر خاوندان دي، هغوى مخکې او اوس هم په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر اسد مجيد خط د معمول کار بللي او نه ګڼي چې ګنې په دغه خط کې د سازش يادونه شوې ده.
هغه وايي البته کوم خلک چې عاشقان رسول هم وى او عاشقان عمران هم وي نو هغوي دې ته ګوري چې عمران خان څنګه ناسته ولاړه کوي، هغوي به د عمران خان سمه او ورانه خبره مني او په هغې به باور کوي.
دی وايي داسې ړوند اعتبار په نړۍ کې يوازې د عمران خان خوښونکي نه کوي بلکې د جرمني د هټلر پلويانو هم داسې فکر کولو او ځنې خلک د هند په وزير اعظم نرېندرا مودى باندې هم مئين دي.
نوموړی وايي دا يو پديده ېا فنامنه ده او زما په اند د هېواد يو غالب اکثریت چې خپل مفادات لري هغوي د عمران خان خبرو ته پام نه ګرځوي.
د پاکستان د قامي سلامتيا کمېټۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفير اسد مجيد، چا چې دغه ليک د واشنګټن نه پاکستان ته استولی ؤ، هم د غوندې ګډون والو ته د ليک د څرنګوالي په اړه تفصيلات ورکړي او پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وياندې جينا پورټر هم د پاکستان د قامي سلامتيا د کمېټې د اعلاميې هرکلی کړی دی.
اخوا د پاکستان د پوځ پخوانی افسر طلعت مسعود چې اکثر د پاکستان په مطبوعاتو کې په سياسي چارو ليکل کوي ډيوه ته وايي د قامي سلامتيا کمېټۍ د پرونۍ غونډې نه يو ځل بيا ثابته شوه چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان حکومت نسکورولو لپاره د بهرني سازش په خبره کې هېڅ صداقت نشته.
خو هغه وايي بيا به هم د عمران خان پلويان دا ونه مني.
جس طرح سے عمران نے 4 سال میں ملک کے ہر شعبہ میں تباہی مچائی، ملک کو ہر سطح پر نقصان پہنچایا،جس ڈھٹائی سے آئین شکنی کی اور عدلیہ کے احکامات اور قانون کا مذاق بنایا،انھیں پاؤں تلے روندا،اور اب جس طرح وہ فساد پھیلانے کی تیاری کر رہا ہے، ریاست کو اس سے ایک فتنہ کے طرح نمٹنا ہو گا۔
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) April 23, 2022
دخالي په ورځ دواکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ټویټر لیکلي څنګه چې عمران خان څلورو کالو کې هیواد ته په هره کچه زیان ورسولو اؤ په سپین سترګۍ سره یې ایین مات اؤ دعدلیې حکمونه دپښو لاندې راښکل اؤ اوس چې په کومه طریقه فساد خوروي ریاست ته به دې سره دیوې فتنې په توګه کتل وي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تير حکومت کې د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري اوس هم د عمران خان د حکومت په هغه دعوه ټينګار کوي چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد بهرنی سازش شوی دی.
ہر نئےاجلاس سے معاملات اور سنگین ہو رہے ہیں، سیکیورٹی کونسل کے آج کے اعلامیہ نے نئے سوالات اٹھا دئیے ہیں پاکستان کے عوام اس سازش کی تفصیل جاننا چاہتے ہیں،چیف جسٹس معاملے کی نزاکت کا احساس کریں اور طاقتور کمیشن کی تشکیل کی جائے بظاہر موجودہ حکومت ایک بڑی بیرونی سازش کا نتیجہ ہے
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) April 22, 2022
نوموړي تېره ورځ په ټويټر پېغام کې ويلي، د هرې غونډې وروسته مساېل نور هم سختېږي، د امنیت شورا له غونډې وروسته نوې پوښتنې راپورته شوي دي.
هغه وایي د پاکستان خلک د جزياتو غوښتنه کوي او باید چې سپريم کورټ مشر قاضي په دې اړه د پلټنو لپاره يو باصلاحيته کمېشن جوړ کړي.
ښاغلى طلعت مسعود وايي تحريک انصاف يو قسم فرقه یا کلټ دی او د خان پلويان د هغه پرستش یا تعظیم کوي.
هغه وايي چې کله خلک يو سړی خوښوى لکه څنګه چې د عمران پلويان کوي نو بیا خلک د خپل مشر په هره خبره که دروغ وي او که رښتیا باور کوي او بل اړخ چي هر څومره رښتيا وايي هغه نه مني.