واشنګټن - د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت وايي، د تحریک انصاف حکومت په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۵.۴ ارب ډالره بهرنۍ قرضې اخېستې چې ورسره په مجموعي توګه یواځې د تحریک انصاف په حکومت کې اخېستل شوې بهرنۍ قرضې ۵۷ ارب ډالرو ته رسېدلي.
د پاکستان اقتصادي چارو وزارت او د سټېټ بېنک آف پاکستان د روان مالي کال د جولايي نه تر مارچ میاشت پورې اخېستل شویو بهرنیو قرضو تفصیل خپور کړی چې ښيي په تېرو درې نیم کلونو کې د پاکستان په بهرنیو قرضو باندې انحصار زیات شوی.
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په واک کې له راتلو وړاندې اکثر په خپل مخالف سیاسي مشرانو باندې د کرپشن او ملک په قرضو کې ډوبولو تورونه لګول خو تازه شمېره ښکاره کوي چې د نوموړي په حکومت کې د تېرو حکومتونو په نسبت ترټولو زیات بهرني قرضونه اخېستل شوي.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د رپورټ ترمخه د بهرنیو اخېستل شویو قرضو ۹۰ فیصده برخه په دې مقصد سره اخېستل شوې چې د ملک د بجټ خساره راکمه کړای شي او او د ذرمبادله بهرنیو ذخیرو ته مرسته ورکړل شي کومې چې دا وخت ۱۰.۸ ارب ډالره ته راغورځېدلي دي.
د پاکستان خزانې او مالیې مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټوېټر ویلي، د تحریک انصاف حکومت د ملک ۷۱ کاله مودې په تاریخ کې د بهر ملکونو نه اخېستل شویو قرضو ۸۰ فیصده قرضه د خپلې واکمنۍ په درې کاله او ۹ میاشتو کې اخېستې.
E) You guys have increased our public debt by 80%. Repeat: IK alone in 3 years 9 months has taken 80% of the debt taken in the previous 71 years. 20 tr in 3.75 year vs 25 tr in 71 years. Remember that is one reason you said IK’s govt had done “beRagharak” of the economy. 5/5
— Miftah Ismail (@MiftahIsmail) April 21, 2022
په ټولنیزه وېب پاڼه، ټوېټر باندې د تحریک انصاف په حکومت کې د خزانې وزیر شوکت ترین لخوا د ملکي اقتصاد په اړه ورکړل شوې شمېرې ته په ځواب کې مفتاح اسماعیل ویلي، پاکستان په تیرو ۷۱ کلونو کې ټوله ۲۵ کهرب روپۍ قرضه اخېستې چې پکې د تحریک انصاف حکومت په تېر ۳ کاله او ۹ میاشتو کې ۲۰ کهرب روپۍ قرضې اخېستې.
مفتاح اسماعیل د جمعې په ورځ په ټوېټر وېب پاڼه وېلي د روان مالي کال بجټ خساره به ۵.۵۷ کهرب روپۍ وي.
شوکت ترین له دې وړاندې په ټوېټر ویلي، د تحریک انصاف ګوند په خپله واکمنۍ کې ټوله ۱۷.۸ کهرب روپۍ قرضه اخېستې چې پکې ۸.۹ کهرب روپۍ له وړاندې اخېستل شویو قرضو په سود ورکړل شوي، ۴.۴ کهرب روپۍ د روپۍ قدر کمېدو له کبله اخېستل شوي او دا چې صرف قرضه ۳.۹ کهرب روپۍ اخېستل شوې.
د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف نه د ۶ ارب ډالره قرضې پروګرام لاندې راتلونکې قسط ترلاسه کولو په سر خبرو اترو لپاره دا و خت د امریکې په سفر دی. آي اېم اېف د ۶ ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د ۹۰۰ ملین ډالره قسط ورکولو جاج اخلی.
د نړیوالې مالیاتيادارې آي اېم اېف د یو تازه رپورټ ترمخه د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې د بجلۍ او تیلو په مد کې ګردشي قرضې یو په دوه شوي چې د ملک مجموعي آمدن شپږ فېصده برخه جوړیږي.
پاکستان دا وخت د سختې ګرانۍ سره هم مخ دی. د پاکستان د شماریاتو ادارې ترمخه د مارچ په میاشت کې د ګرانۍ شرح ۱۲.۷ فیصد ته رسېدلې. له دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح ۱۲.۲ فیصد رېکارډ کړای شوې وه. ګراني د ټولې نړۍ لپاره دا وخت یو چېلنج جوړ شوی خو په پاکستان کې د خلکو د وس طاقت لاندې د ګرانۍ شرح د نورو ملکونو په نسبت زیاته ده.