امريکې د اوکراين دپاره د نورو 150 ملينه ډالرو د وسلې اعلان کړی

د امريکې صدر جوبايډن د جمعې په ورځ د اوکراین دپاره د نورو 150 ملینه ډالرو د وسلې اعلان کړی چې د روس د يرغل مخه ونيسي.

جوبايډن ويلي، "زه د اوکراين دپاره د نورو امنيتي مرستو اعلان کوم، چې پکې اضافي توپخانې، وسلې، ريډارونه او نور سامان شامل دي".

خو ورسره نوموړي خبرداری ورکړی چې دغه مرستې په ختمېدو دي او د ګانګرس نه يې د نورو مرستو په اجازه اخستو ټينګار کړی دی.

د امریکا يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، د اوکراين دپاره په امريکايي مرستو کې د 25زره پورې د توپخانو/ ارټيلري کارتوس، ريډارونه چې د دښمن د حملې/ ډزو مالومولو دپاره به کاریږي، او ورسره نور برقي سامان او پرزې شاملې دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي، روس چې په 24 فرورۍ په اوکراين بريد کړی د هغې نه راپدېخوا امريکې د جمعې د ورځې پورې د اوکراين سره د درې اعشاريه اته اربه ډالرو پوځي/ د وسلو په برخه کې مرستې کړي دي.

بايډن په کانګرس ټينګار کوي چې د اوکراين دپاره د 33 اربه ډالرو د مرستو منظوري ورکړي، په کومو مرستو کې چې يواځې 20 اربه ډالره د پوځي مرستو دپاره ځانګړې کړی شوي دي.

په عېن حال کې ويل شوي د امریکا صدر جوبايډن به د جي سېون هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي چې پکې د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي د ګډون هم ويل شوي. چې په دغه غونډه کې به د اوکراين سره د لويديځ د هېوادونو په مرستو خبرې کيږي.

جوبايډن ويلي د اوکراين سره يې تاريخي مرستې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې امريکا او اتحاديان يې بايد بې د ځنډه د اوکراين سره د وسلو مرستې جاري وساتي.