خیبر پښتونخوا،سند اؤ بلوچستان کې دخوراک دکمي ویره ښودل شوې

دخوراک په کمي نظر لرونکو ادارو په پخپل نوي رپورټ کې ويلي د پاکستان خېبر پښتونخوا،سند اؤ بلوچستان صوبې د خوراک د کمي ښکار کېدای شي۔

څيړونکي وايي د موسمي بدلون، د کرونا وبا او د ترهګرۍ له امله په دې صوبو کې خوراکي پېدوار د نورکله په نسبت کمېدای شي۔

د ګلوبل رپورټ ان فوډ کرائسس کې ويل شوي په سند او بلوچستان کې د وچ کالۍ، په خېبر پښتونخوا کې د پشکال د بارانونو کمي له امله د فصلونو پېدوار کې کمی او څاروؤ ساتلو کې مشکلات د خوراکي توکو د نرخونو د لوړوالي سوب ګرځېدلي۔

رپورټ کې ويل شوي په خېبر پښتونخوا کې د تېرو لسيزو د جګړې اثراتو نه راوتلو هم اثرات پريباسلي دي.

د طبي چارو کاپوهه ډاکټر محمد شهزاد وايي چې په کومه سيمه کې د خوراک بحران پېدا شي نيغ په نېغه اثرات يې د خلکو په صحت پريوځي او په خصوصي توګه د ښځو او ماشومان صحت د خوراکي د کمي له عمله ډير اغېزمن کیږي۔

"کومو ملکونو کې چې د خوراک کمی راشي په هغه هېوادونو کې د خلکو د مدافعت قوت کميږي او بيا د بيمارو په صورت کې هلته د مرګونو کچه سېوا کيږي"

پاکستان په نړۍ کې د لوږې سره دمخ هیوادونو په نوملړ کې په۱۱۶ هېوادونو کې په ۹۲م نمبر دی.

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د خوراک د کمي له وجې د۳۷ فيصده ماشومانو قدونه کم پاتې کيږي، او شپږ فيصده نه زيات ماشومان د پينځوؤ کالو عمر ته له رسيدو وړاندې ژوند لاسه ورکوي۔

د خوراک د نړيوالې ادارې يا ورلډ فوډ پروګرام له مخې د پاکستان ۴۳ فيصده خلک د خوراک د کمې سره مخ دي چې دې کې ۱۸ فيصده د سخت بحران ښکار دي۔

د موسمي بدلون له امله د خوراک په کمي نٖظر لرونکی ډاکټر رازق کاکړ وايي د خوراک د کمي د ګلوبل رپورټ ان فوډ کرائسس د رپورټ په اړه وايي د خوراک د کمي مسله د دنيا په څلور څلويښتو هېوادونو کې ده، خو ځني هېوادونه شتمن دي او هغه بيا د نورو هېوادونو نه خوراکي توکي راوغواړي.

"پاکستان کې مسله ده چې دوي خپل خوراک نه شي پېدا کولی، لکه بلوچستان، سند او خېبر پښتونخوا دخپل خوراک مطابق فصل نه شي پېدا کولې او ددې لويه وجه موسمي بدلون دی ځکه چې دغه علاقو کي زيات فصلونه باراني دي"

د موسمي بدلون په اړه خبريال داود خان وايي په نړۍ کې د موسمي بدلون اثرات ډير ليدل کيږي او ددې اغیز په خوراکي موادو پېدوار، دبيماریو او د مالي ،ځاني زيان په شکل کې راښکاره کيږي.

"د موسمي بدلون په وجه وچک کالي راځي، او بيا د هغې له امله پېداوار کميږي او د هغې له امله به خلک اغېزمن کيږي"

پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان وزير اعظم په دې وروستيو کې ويلي چې ملک کې ديرش اعشاريه اووه ميټرک ټنه د غنمو ضرورت دی، پاکستان کې سږکال دپېدوار امکان شپږويشت اعشاريه يو ميلين ټنه دی، کوم هدف چې اته ويشت اعشاريه اته ميلينونه ټنه ټاکل شوی ؤ۔

وزير اعظم شهباز شريف تیره اوونۍ د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ايمل ولي خان لخو صوبه کې دغنمو دکمي په اړوند دشوي یو ټویټ په جواب کې ویلي وؤ چې دپنجاب حکومت ته یې خېبر پښتونخوا ته د ضرورت مطابق د غنمو ورکولو امر کړې او که ضرورت پېښ شو نو نور غنم به هم اخستل شي۔