د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، په افغانستان کې په ښځو او جينکو په زياتېدونکو بندېزونو د خفګان/ افسوس څرګندونه کوي.
نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو او جينکو حجاب/ لازمي کړی دی.
انتوني بلينکن په ټويټر ويلي، زه د جي سېون همکار هيوادونو سره په ګډه په افغانستانستان کې د طالبانو لخوا په ښځو او جينکو د زياتېدونکو بندېزونو د خفګان څرګندونه کوم.
نوموړي زياته کړې، دغه بندېزونه به د افغانستان د نيمې ابادۍ قابليت، برابر او په ټولنه کې د هغوی د سولې، ثبات او پرمختيا دپاره د ودې کردار په سخت محدوده کړي.
Joined my G7 colleagues in deploring the increasing restrictions imposed on women and girls in Afghanistan by the Taliban. Severely limiting half the population%27s ability to fully, equally and meaningfully participate in society will not advance peace, stability or development.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) May 13, 2022
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په اوومه جنورۍ په هيواد کې ښځو ته د حجاب حکم کړی چې "د مسلمانو اصيلو، بالغو، ښځو لپاره شرعي حجاب رعايت کول فرض او ضروري دی".
د طالبانو دغه پرېکړې په افغانستان او نړۍ کې زیات غبرګونونه را پارولي او د دوی دغه پرېکړه یې د ښځې د ازادۍ خلاف او د بنیادي بشري حق سرغړونه بللې ده.
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ويسټ هم د طالبانو په دغه ګام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو، د ښځو دپاره د طالبانو تګلارې/ پاليسيانې د بشري حقونو سرغړونه ده، او دا به د دوی په نړيوالو اړيکو منفي اغېزې دوامداره وساتي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس هم د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب په پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو کېدای شي د طالبانو دا کار له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
یورپي ټولنې د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ويلي يې وو د دوی حکومت پرله پسې داسې مسایل را مخې ته کوي چې یا لږ ارزښت لري او یا د خلکو ستونځه نه ده.
د جينکو او بشري حقونو نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د طالبانو دغه پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي وو، زه د نړيوالو مشرانو نه غواړم چې په ګډه دې اقدام وکړي، د ملينونو ښځو او جینکو د بشري حقونو د سرغړونې په سر دې د طالبانو سره حساب وکړي.
ملاله يوسفزۍ ويلي، طالبان غواړي چې جينکۍ او ښځې د عام ژوند نه لرې کړي، دوی د سکول او کار نه لرې وساتي، او د دې جوګه پاتې نه شي چې د کورنۍ د نارينه نه پرته سفر وکړي.
يوسفزۍ ويلي، مونږ بايد دغه احساس د لاسه ور نه کړو چې طالبان د ښځو په اړوند خپلې کړې ژمنې په دوامداره توګه ماتوي. په داسې کې چې ښځې اوس د خپلو بشري حقونو او عزت د جګړې دپاره کوڅو ته راوتلي، مونږ ټول، په ځانګړي ډول د مسلمانانو هيوادونو، چې د دوی سره ودریږو.
د بشري حقونو د څار سازمان وایي پر ښځو د حجاب د جبري کولو له پرېکړې د طالبانو هدفونه دا ښکاره کوي چې دوی غواړي ښځې او نجونه په بشپړه توګه له ولسي ژونده ورکې کړي.
خو طالبانو د حجاب په اړوند ويلي، دوی غواړي چې خوېندې يې په عزت سره او محفوظ ډول ژوند وکړي.