دپاکستان تحریک انصاف په تیر حکومت کې دبشري حقونو مرکزي وزیره شیري مزاري د خالي په ورځ پولیسو دغبن په یوه مقدمه کې دپلازمینې اسلام اباد څخه نیولې ده.
په عین حال کې څیړونکي اؤ پاکستان مطبوعات دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیولو اندېښنې هم ښایي اؤ پېښور کې دیو شخصي ټيلي ویژن مشر یا بیورو چیف طارق افاق وایي عمران خان دنیولو نه دځان بچ کولو په خاطر پېښور کې ناست دی.
دپاکستان وتلی خبریال حامد میر وایي دشیري مزاري په ضد مقدمه چې په ډيره غازي خان کې درج ده هغه ډیره پخوانۍ د زمکې دشخړې مقدمه ده چې دهغې دپلار پر ضد ۱۹۷۴ کې هغه وخت درج شوې کله چې شیري مزاري ماشومه وه اؤ بیا دزمکې دمنتقلۍ په دې مقدمه کې شري مزاري هم را لړل شوې ده.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو فواد چوهدري، شهباز ګل اؤ پخپله د شیري مزاري لور زینب ایمان مزاري هم دخپلې مور شري مزاري دنیول کیدو پخلی کړی دی .
تمام ورکر تھانہ کوہسار پہنچیں۔ شریں مزاری کو ان کے گھر کے باہر سے گرفتار کیا گیا ہے۔
— Dr. Shahbaz GiLL (@SHABAZGIL) May 21, 2022
دعمران خان سره دکار کوونکو مامورینو مشر شهباز ګل په ټویټر دخپل ګوند په فعالینو غږ کړی دی چې شیري مزاري دخپل کور نه نیول شوې ده اؤ دګوند ټول فعالین دې کوهسار ته تاڼې ته ځانونه ورسوي.
خو هغه نه ده واضحه کړې چې خپل فعالین یې تاڼې ته دکوم غرض لپاره بللي دي.
دتحریک انصاف ګوند یو بل مشر فواد چوهدري دشیري مزاري په نیولو دخپل غبرګون ښودلو په وخت مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي که دشیري مزاري په نیولو حکومت دجګړې اعلان کړی دی نو زمونږ له لوري دې هم د جګړې اعلان ومني.
په عین حال کې په پاکستاني رسنیو داسې اندېښنې هم ښودل کیږي چې دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیولو هڅې هم روانې دي اؤ په دې لړ کې تیره شپه اسلام اباد بني ګاله ته دعمران خان دکور ترڅنګ دسوؤنو په شمیر پولیس هم لیږل شوي وؤ.
خو داسلام اباد پولیسو پخپل یو بیان کې سپیناوی کړی چې عمران خان بني ګاله ته پولیس دعمران خان دنیولو لپاره نه بلکې دسیمې خوندي کولو اؤ جاج اخستو لپاره ورغلي وؤ.
بریکنگ نیوز۔۔۔انتہائی اہم ذرائع کے مطابق عمران خان نے گرفتاری سے بچنے کے لیے پشاور میں ڈیرے ڈال دیئے۔۔۔ملتان سے بنی گالا واپسی پر کپتان کی گرفتاری کے لیے تمام انتظامات مکمل تھے۔۔۔بروقت اطلاع ملنے پر کپتان نے سیدھا پشاور کا رخ کیا۔۔۔
— Tariq Afaq (@tariqafaq) May 21, 2022
پېښور لپاره دپاکستان دیو شخصي ټيلي ویژن سیمه ییز مشر طارق افاق په ټویټر لیکلي عمران خان دګرفتارۍ نه دځان بچ کولو لپاره پېښور کې دیره شوی دی،
هغه وایي تیره ورځ ملتان نه بني ګاله ته په واپسې دعمران خان دنیولو لپاره ټول انتظامات بشپړ کړل شوي وؤ خو په وخت دخبریدو له امله عمران خان دپېښور مخه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف ګوند د وړاندې نه خبرداری ورکړی چې که عمران خان ونیول شو نو دوئ به سخت احتجاج کوي اؤ بیا چې هر وضعیت رامنځته کیږي نو ذمه وار به یې حکومت وي.
دپاکستان موجوده وزیراعظم شهباز شریف ویلي په سیاسي انتقام باور نه لري اؤ نه به خپل مخالفین زندانونو ته اچوي خو ورسره یې دا هم واضحه کړې ده چې قانون به خپله لار پخپله وباسي.