واشنګټن ـــ اسلام اباد هایکورټ له هغه څو ګنټې وروسته- چې پولیسو د تحریک انصاف د حکومت مخکینۍ د قانون وزیره شېرین مزاري ونیوله- امر وکړ چې هغه دې بیرته خوشې کړل شي او حکومت ته یې د هغې د نیول کېدو په اړه د عدالتي کمېشن جوړولو امر وکړ.
بل لور ته د پنجاب وزیراعلی حمزه شهباز هم د شېرین مزاري د سمدستي خوشي کېدو امر کړی او د هغه د ویاند د جاري شوي بیان له مخې حمزه شهباز په دې اړه د پنجاب د کرپشن ضد ادارې د افسرانو خلاف د پلټنو امر کړی دی.
هایکورټ د شنبې- خالي په ورځ ناوخته د پاکستان د کورنیو چارو سیکرټري ته امر وکړ چې د شپې پر یوولس نیمې بجې شېرین مزاري عدالت ته وړاندې کړي. هغه د ورځې پولیسو خپل کور ته نیژدې د مځکې په یوه زړه مقدمه کې نیولې وه.
د اورېدنې په مهال د هایکورټ قاضي پخپلو څرګندونو کې د شېرین مزاري نیول غیرقانوني وبللی او ویې ویل چې هغه تر اوسه د قومي اسمبلۍ غړې ده او څنګه کېدای شي چې پولیس یې د سپیکر له اجازې پرته ونیسي.
چیف جسټس اطهر من الله وویل د قومي اسمبلۍ سپیکر تر اوسه د شېرین مزاري استعفی نه ده منلې. د شېرین مزاري په ګډون د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ غړو د عمران خان په ضد د بې باورۍ تر تحریک وروسته استعفاوې ورکړې وې.
اسلام اباد پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې ویلي چې ښځینه پولیسو یې هغه له قانون سره سم د کرپشن ضد ادارې په غوښتنه نیولې وه.
Dr. Shireen Mazari was arrested by female police officers as per the law on the request of the anti-corruption department. News of any mishandling is baseless.
— Islamabad Police (@ICT_Police) May 21, 2022
شېرین مزاري د شپې ناوخته د اسلام اباد هایکورټ په اورېدنه کې وویل چې پولیسو دا پر موټروې سړک باندې یوه ګنټه درولې وه، وایي له هغوی سره ښځینه پولیس افسره نه وه او یوه نارینه ډاکټر د دې د طبي امتحان هڅه وکړه:
"د پنجاب د کرپشن ضد ادارې افسرانو په ټیلیفون ورڅخه هدایات اخیستل. له دوی [پولیسو] سره زما د نیولو قانوني امر هم نه وو خو زما بېګ یې هم وپلټه او زما ټیلیفون یې ماته تر اوسه نه دی راکړی".
خو پر ټولنیزو رسنیو په خپره کړې وېډیو کې لیدل کېږي چې د پولیسو په جامو کې څلور ښځې هغې ته له موټره د را کښته کېدو وایي خو هغه نه کښته کېږي بیا یې په زوره تر لاس نیسي را کښته کوي یې او له ځانه سره یې بیایي.
So, female officers arrested Shireen Mazari. pic.twitter.com/ud5SbjAlWh
— Waqas Habib Rana (@waqas464) May 21, 2022
شېرین مزاري عدالت ته وویل چې دا اویا کلنه ده او ناروغه ده خو بیا هم پولیسو وځوروله. د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې مزاري ویلي په هغو کسانو کې چې دا یې نیولې "له کرپشن ضد چارواکو سره یو بل تن هم وو او شاید هغه له ای ایس ای سره وو". د پاکستان پوځ د شېرین مزاري د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي.
د شېرین مزاري لور ایمان مزاري- چې د خپلې مور د نیول کېدو په ضد یې مقدمه درج کړې وه- رسنیو ته سمدستي په خبرو کې دا د تښتونې پېښه بللې وه او وایي نه پوهېږي چې مور یې چا نیولې خو د پوځ په مشر جنرل قمر جاوېد باجوه یې تور پورې کړی چې وایي داسې کارونه د هغه له خوا کېږي. ایمان مزاري پر ټویټر لیکلي:
"ما نن هغه تکلیف محسوس کړ چې په دې هېواد کې یې زرګونه کورنۍ تر دې هم په بد شکل محسوسوي او هغوی نه پوهېږي چې نازولي یې چېرې دي. زه دعا کوم او د دوی د موندنې لپاره خپله اراده تکراروم".
Immensely grateful to everyone who raised their voice for my mother%27s recovery. I felt the agony today that 1000s of families in this country are feeling on a much worse scale of not knowing where their loved ones are. I pray and reiterate my commitment for their recovery.
— Imaan Zainab Mazari-Hazir (@ImaanZHazir) May 21, 2022
اسلام اباد هایکورټ ته د شپې ناوخته د ایمان مزاري د دې بیان په اړه درخواست ورکړل شوی وو چې جنرل باوجوه یې د مور په تښتونه تورن کړی خو د هایکورټ قاضي دا درخواست رد کړی او ویلي یې دي "ایمان زینب مزاري لږ جذباتي ده خو د وکیلانو د تنظیم محترمه غړې ده".
عدالت د ایمان مزاري په غوښتنه حکومت ته د هغې د مور د نیول کېدو د پېښې د پلټنې لپاره د عدالتي کمېشن د جوړېدو امر وکړ. ایمان مزاري او وروسته یې مور شېرین مزاري په یوه وېډیو کې وویل چې پولیسو ورباندې تشدد هم کړی دی.
شېرین مزاري تر خوشي کېدو وروسته پر ټویټر لیکلي چې خپل کور ته ستنه شوې ده او وایي دې تل د جبري بې درکیو مخالفت کړی دی او "اوس زه په شخصي توګه په هغه څه پوهېږم چې د ورکو کسانو کورنۍ خصوصاً بلوڅان ورڅخه تېرېږي".
I want to thank the CJ IHC for tasking timely notice. I have always opposed Enforced Disappearances and now I know personally what the families of the disappeared go thru, especially the poor Baloch people. @DGISPR u have a lot to answer for!
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) May 21, 2022
مېرمن مزاري د پوځ د مطبوعاتو اداره ای ایس پي آر مخاطبه کړې او ورته ویلي یې دي "ډېر څه دي چې باید جواب یې ووایئ". ای ایس پي آر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
شېرین مزاري په هغه وېډیو کې چې د شپې عدالت ته پولیسو را روانه کړې ده وایي کومو کسانو چې دا د لاهور په طرف روانه کړې وه هغوی ورته ویل چې دا یې د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناءالله او وزیراعظم شهباز شریف په امر نیولې ده.