څېړونکي: دامریکا ضد بیانیې خپلولو ترشا عمران خان څه مقاصد لري؟

imran khan

څېړونکي وايي چې دپخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دموجوده حکومت په ضد احتجاج په دې اډانه دی چې د حکومت ړنګولو سازش يې امريکې کړی دی خو امريکې په خپله او د پاکستان امنيتي ادارو هم سپینه کړې ده چې دبهر نه دعمران خان دحکومت پرضد څه سازش نه دی شوی.

څېړونکي په دې نظر دي چې عمران خان اوس مهال د خپلو سياسي ګټو لپاره په ولس کې د امريکا ضد جذباتو نه ګټه پورته کول غواړي۔

په دې هکله په پېښور پوهنتون کې د صحافت دڅانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي "خلک د ګرانۍ له وجې خفه وؤ، ده (عمران خان) باندې د ناکامۍ چې کوم الزامات لګېدل هغه په ډېره موثره طريقه هغه خپل تېر وخت په (امریکا ضد بیانه) سره پټوي."

عمران خان دا خبره تکراروي چې هغه د امریکې د سازش په نتیجه کې د اقتدار نه لېرې کړی شوی خو د دې ترڅنګ یې مطبوعاتو ته په خپلو مرکو کې دا هم ویلي دي چې هغه د امریکې مخالف نه دی. وایټ هاوس او د امریکې خارجه وزارت د عمران خان دعوې ردوي.

څېړونکي وايي دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې یو سياسي مشر د امريکا مخالف د خلکو جذبات راپارولي بلکې له دې وړاندې هم د پاکستان دچپ لاس سياسي ډلو، مذهبي سياسي ګوندونو او هم طاقتور اسټېبلېشمنټ وخت په وخت دا کار کړی دی۔

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته خپلو خبرو کې وويل چې د پاکستان په وړومبو 25 کالو کې د امريکې په ضد جذباتو کې دومره زياتوالی نه ليدل کېدو، خو پاکستان نه د مشرقي پاکستان د بېلېدو او بنګله دېش جوړېدو، د ذوالفقار علي بوټو د تيزندي کېدو او بيا په افغانستان د شوروي يرغل سره د پاکستان په سياسي ډلو او مذهبي سياسي ګوندونو او مضبوط اسټېبلشمنټ کې داسې جذبات نور ژور شول۔

هغه وايي "چې کله پاکستان د امريکې سره د شوروي اتحاد په ضد جنګ کې ودرېدو نو بيا د 90 لسيزه کې دوی (امريکا) مونږ پرېښودو نو هغه يوه لویه پروپېګنډه وشوه ،هغې سره د امريکې خلاف نفرت سېوا شو، بله خبره دا چې په پاکستان کې ذوالفقار علي بوټو کله پارټي جوړه کړه نو هغې هم هغه د امريکې يو عنصر راخستې ؤ نو هغې سره د امريکا خلاف نفرت کې زياتوالی راغلو"

عرفان اشرف وايي د هېواد په هائبريډ ريژيم کې د پوځي مداخلت له وجې سياسي مشران ورځ تربلې کمزوري کېږي.