شمالي وزیرستان:دپولیو دمخنیوي دپروګرام تښتول شوی چارواکی له تښتوونکو راخلاص کړل شوی

د شمالي وزیرستان څخه تښتول شوی ډاکټر او په سيمه کې د پولیو ناروغي له مینځه د وړلو د پروګرام چارواکی ډاکټر زیشان د تښتولو نزې دوه اوونۍ وروسته بيرته د تښتونوکو له منګلو نه خوشی کړی شوی دی.

د هغه د خوشی کېدو پخلی د بنو ډویژن کمیشنر ارشد خان کړی دی.

ډاکټر زیشان د مئ په 14مه د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل حیدر خېل کلي څخه تښتول شوی او میرعلي پوليسو يې د تښتولو مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې وه .

ددغه پیښې ذمه داري چا په غاړه نه وه اخستې خو د صوبې ډاکټرانو حکومت نه په سمدستي توګه د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

د سرچينو ترمخه په دې مهال کې تښتوؤنکو د هغه پسر د کروړونو روپو تاوان غوښتی ؤ.

د بنو کمشنر ارشد خان د زیارت په ورځ ويلي، د پوليو ناروغۍ له منځه د وړلو دپروګرام سره تړلی يو روغتيايي چارواکي چې يوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان په ضلعه کې د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوی ؤ، په خوندي توګه د تښتول شويو کسانو څخه بيرته ترلاسه شو.

ډاکټر ذیشان د سوات نه قبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان ته تللی ؤ ترڅو هلته پرله پسې دپولیو مخې ته د راتلونکو په ترڅ کې د پولیو ضد ځانګړي کمپاین څارنه وکړي.

نوموړی په 14م مئ هغه مهال نامعلومو کسانو تښتولی و، چې د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل حیدر خېل سیمه کې یې دنده ترسره کوله.

کمشنر په يو بيان کې ويلي دي چې د ډاکټر ذيشان د تښتولو وروسته انتظاميې د تښتوونکو نه د هغه د خوشي کېدو دپاره هڅې ګړندۍ کړې وې.

هغه ويلي د قبایلي مشرانو سره د جرګې کولو ترڅنګ انتظامیې د تښتوونکو په شکمنو پټنځايونو چاپې وهل پیل کړي وو. هغه ویلي چې د دغه هڅو په پایله کې ډاکټر په خوندي توګه ترلاسه شو.

ښاغلي ارشد ويلي، د پوليو د ټيمونو د ساتنې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

شمالي وزیرستان د پاکستان هغه یوازینۍ ضلعه ده چرته چې په دې لنډه موده کې د پولیو شپږ کیسونه مخې ته راغلي او د ضلعې د صحت دڅانګې چارواکو نیزدې لسو نورو ماشومانو کې د پولیو وایرس موندلو اندیښنه څرګنده کړې ده.

د پوليو د مخنيوي ادارې او انتظامي چارواکي وايي د خلکو دناپوهۍ د لاسه ماشومان د پوليو وايرس ښکار کيږي او په جنوبي ضلعو کې پوليو وايرس يو ځل بيا سر راوچتوي۔

خو د علاقې خلک وایي د نا امنۍ د لاسه د پولیو پرضد ټیمونه جعلي کماین کوي او تر دوئ دپولیو ډلې نه رسیږي چې ماشومانو ته یې د پولیو څاڅکي ورکړي.