اینټني بلینکن: چین، پاکستان، افغانستان، هند او ګڼو هېوادونو کې مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې شوې

واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو په اړه رپوټ کانګرس ته وړاندې کړی چې پکې ویل شوي په چین، پاکستان، هند، افغانستان، روس، برما او نورو هېوادونو کې تېر کال د مذهبي ازادیو حالت ښه نه وو او د مذهبي لږکیو حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

د جون پر دویمه نېټه د رپوټ د وړاندې کولو په مهال د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وویل، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د مذهبي ازادیو حالت په ډرامایي توګه خراب شوی دی:

"په ځانګړې توګه چې دوی [طالبان] د مذهب تر بیرغ لاندې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او په ټولنه کې د ګډون بنیادي حقونه تر پښو لاندې کوي".

اینټني بلینکن وویل په افغانستان کې داعش خراسان ډله هم پر مذهبي اقلیتونو خصوصاً په هزاره شیعه مسلمانانو خونړي بریدونه کوي.

د مذهبي ازادیو لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت سفیر رشاد حسېن هم وویل، چې "د طالبانو حکومت او د دوی مخالفې وسلوالې ډلې داعش خراسان د مذهبي اقلیتونو غړي نیولي، وېرولي، ګواښونه او بریدونه یې ورباندې کړي دي".

طالبانو د مذهبي ازادیو په اړه رپوټ ته په رسمي توګه لا څه غبرګون نه دی ویلی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي حکومت یې هیڅکله مذهبي توپیرونو او اختلافاتو ته اجازه نه ورکوي او دعوه یې کړې چې "ټول خلک او لږ‌کي د خپلو دیني او مذهبي چارو په برخه کې ازاد دي".

د 2021م کال په اړه د مذهبي ازادیو د رپوټ وړاندې کولو په وخت اینټني بلینکن وویل چې په پاکستان کې تېر کال 16 کسانو ته- چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګېدلی وو- عدالتونو د مرګ سزا اورولې، وایي که څه هم تر اوسه دغه سزاوې نه دي عملي شوې.

په رپوټ کې ویل شوي هندوستان چې د نړۍ تر ټولو لوی جمهوریت او د ګڼ شمېر مذهبونو او عقیدو هېواد دی، په وروستیو کې پر مذهبي لږکیو او عبادت ځایونو باندې بریدونه زیات شوي دي.

د مذهبي ازادیو سفیر رشاد حسېن وویل په هند کې "ځینې چارواکي پر خلکو او مذهبي ځایونو زیاتېدونکو بریدونه له پامه غورځوي او حتی ملاتړ یې کوي". د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې چین یو ځل بیا د مذهبي ازادیو په سرسختو سرغړوونکو هېوادونو کې بلل شوی او ویل شوي چې په دې هېواد کې د ایغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو "ټولوژنه" او پر دوی "جبر" اوس هم روان دی.

ایټني بلینکن وویل د 2017م کال له اپرېل میاشتې راهیسې په چین کې تر یو میلین زیات ایغور، قزاق، کرغز او د نورو اقلیتونو خلک نیول شوي او د شینجیانګ په کېمپ کې نظربند ساتل شوي دي، خو چین دا ډول دعوې تل رد کړې دي.