کراچۍ: نامعلومه کسانو د هندوانو مندر ته تاوان رسولی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هندو لږکيو په مندر څو کسان ورغلي، ګوزارونه یې کړي او تاوان يې اړولی دی، پوليس دغه پېښه تاييدوي.

د کراچۍ د کورنګۍ پوليس تاڼې مشر [اېس اېچ او] فاروق سنجراني وي او اې ډیوه ته د پېښې په اړه وويل، "د شپږو پورې کسان په (جی ايريا) کې په مندر ورغلي خو معمول تاوان يې اړولی دی".

هغه وویل د پېښې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې او تراوسه پکې کومه ګرفتاري نه ده شوې.

هغه زياته کړه "څه وخت چې دغه کسان په مندر ورغلي، هلته يواځې دوه کسان موجود وو، رنګ يې کولو".

جرنلسټ سمير مندرو د ياد مندر ويډيو په ټویټر خپره کړې، او ورته یې ليکلي "په دغه مندر کې نامالومه کسانو ورانی/ تخریب کاري کړې ده".

پاکستان کې وخت په وخت د هندو لږکيو په مندرونو/ عبادت په ځايونو دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

د تېر کال اګست په لومړو کې پاکستان د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلع کې ګڼ قهرجن خلک ورغلي د هندوانو په مندر يې بريد کړی مندر ته يې زیان رسولی وو.

د بشري حقونود څآر نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ د روان کال په سر کې په پاکستان کې په مذهبي ازاديو اندېښنې څرګندې کړې او د سخت دريزه مذهبي ډلو لخو يې په اقليتي ډلو احمديانو او هندوانو د زور زياتي غندنه کړې وه.

د هيومن رايټس واچ په رپوټ کې په احمديانو، هندوانو او نورو اقليتي ډلو باندې د زياتېدونکې تشدد يادګېرنه شوې او ويل شوي وو چې د پنجاب په حيم يار خان کې د هندوانو مندر سوځول شوی وو.

د تير کال مارچ په میاشت کې د اسلام اباد سره جوخت راولپنډۍ ښار کې هم د هندوانو په مندر حمله شوې او زیان ورته اړول شوی وو.