په وزيرستان کې څلور تنه په ډزو وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې څلور تنه وژل شوي دي، پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا د شمالي وزیرستان میرعلي او د جنوبي وزیرستان شکتوی او خېسور سیمو کې شوي دي.

د شمالي وزیرستان میر علي تاڼې چارواکي وایي د ټوچي سيند په غاړه د دوو کسانو مړي موندل شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي دي.

د پوليسو په خبره د وژل شوو کسانو پېژندګليو د امیر جان او ولي الله په نومونو شوې چې د لکي مروت ضلعې سره یې تړاو لري.

هغوي زیاته کړه وژل شوو کسانو د میرعلي په خدوي بازار کې د جامو دوکان وو او تیره ورځ د دوکان نه نامالومه کسانو تښتولي وو.

پولیس وایي مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دی.

بل لور د جنوبي وزیرستان پولیس چارواکي وایي تیر ماښام د جنوبي وزیرستان خېسور سیمې په کیکاړي کلي کې یو ځایي تن په ډزو ویشتل شوی ، د تیارزه تاڼې چارواکو په خبره دغه پېښه هغه وخت شوې چې د عبدالرحمان په نوم یو تن د دوکان نه کور په لور روان وو.

د دوی په وینا کورنۍ یې ویلي چې د چا سره شخصي دوښمني نه لري او په پټ مخ کسان راغلي او په هغه یې ډزې کړي دي.

د هدفي وژنې بله پېښه د جنوبي وزیرستان شکتوی سیمه کې شوې پولیس وایي شکتویې کې د یو تن مړی په داسې حال کې موندل شوی چې په ګولیو سره ویشتل شوی دی.

د دوی په خبره د وژل شوي تن پیژندګليو د الله خان په نوم شوې چې د جنوبي وزیرستان مسید قام ګلي شي قبیلې سره تړاو لري او کورنۍ یې پولیس ته ویلي هغه مزدورۍ ته د شکتوی سیمې ته تللی وو.

تر اوسه د دغه پېښو زمه وارۍ چا نه دي منلي.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ او په ځانګړې توګه د هدفي وژنو پېښې په داسې حال سیوا شوې چې د حکومت او لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان ترمینځ خبرې روانې دي او د طالبانو ویاند محمد خراساني ویلي د بلې اعلامیې پورې به ډز بندي وي.

خو په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا پېښې د اندېښنې وړ دي او دوی ته چې د کوم ځایې نه وسله والو د موجودګۍ اطلاع تر لاسه کیږي پرضد یې کاروایي کوي.

هغه وویل روانه میاشت په بنو او شمالي وزیرستان کې د استخبارتي مالوماتو په اساس بیلا بیلو عملیاتو کې لس ترهګر وژل شوي دي.