د کېتولیک عیسایانو مذهبي مشر پوپ فرانسس په وېټیکن ښار کې پخپله اوونیزه وینا کې په افغانستان کې پر زلزله خفګان څرګند کړی او له زلزله ځپلو سره یې خواخوږي کړې ده.
"زلزلې په افغانستان کې پراخ زیانونه اړولي، زه له ټپي او زیانمنو کورنیو سره خواخوږي کوم، خصوصاً هغو ته دعا کوم چې په زلزله کې مړه شوي او د کورنۍ غړي یې بایللي، هیله من یم د ټولو په مرسته د افغان ولس دردونه دوا کېدای شي".