پاکستان منلې چې د ممبۍ ترهګریزو بریدونو پلانوونکي ساجد میر ته سزا اورول شوې

foreign office pakistan

پاکستاني چارواکي په کال 2008م کې دممبۍ دترهګريزو بريدونو دپلان جوړونکي او د لاقانونه مذهبي تندروه تنظیم لشکر طیبه د کارمند ساجد مير د نيول کيدو او نوموړي ته دترهګرۍ د مالي مرستو په تور کې د 15 کالو د بند د سزا ورکول کېدو پخلې کړی دی.

د اتوار په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار عرب نيوز ته پخلی کړی دی چې د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت ساجد میر ته د ترهګرو د مالي مرستو په جرم کې د پينځلسو کالو دقېد سزا اورولې ده.

امریکا او هند په ساجد میر د کال 2008م د ممبې دترهګریزو بریدونو دپلان جوړولو تور لګوي.

دغه حملو کې د 26 بهر ملکي وګړو په ګډون 166 هندي وګړي وژل شوي وو. ساجد میر ددغو حملو وروسته ځان غایب کړی ؤ او پاکستاني چارواکو به د نوموړي د مړېنې دعوې کولې.

ورځپاڼه ډان ليکي چې د لا قانونه ګرځول شوي تندروه تنظیم لشکر طیبه کارکن ساجد مېر ته د قيد ترڅنګ عدالت د 4 لکو، 20 زره روپو د جرمانې سزا هم ورکړې ده او نوموړی اوس مهال د پنجاب په کوټ لکپهت جېل کې خپله سزا پوره کوي.

اخبار ليکلي دا هر څه دومره په خاموشۍ سره شوي چې د عدالتي پرېکړې څخه مطبوعات هم ناخبره ساتل شوي وو.

پاکستان کې د لا قانونه تندروه مذهبي ډلو په فعالیتونو نظر لرونکی خبريال اعزاز سيد ډيوه ته وايي چې ساجد مير کال 2008م کې تر شوؤ د ممبۍ د حملو وروسته د پلټنو په ترڅ کې د پاکستان، هند او امریکا په څار کې راغلی ؤ او دی له دغو حملو سملاسي وروسته غیب شوی ؤ چې خلکو به ویل مړ شوی دی.

د اعزاز سيد په خبره ساجد میر د پنډې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو سي ټي ډي نیول ؤ اؤ اوس دا احتمال هم ښودل کېږي چې نوموړی به کېدای شي چې د ممبې حملو په تړاو د پلټنو مرکزي ادارې اېف ايي ای ته هم وسپارل شي خو لا په دې اړه غوڅه فيصله نه ده شوې.

اعزاز سيد بيا وايي داسې ښکاري چې د لاقانونه تندروه ډلو تګلاره بدله شوې وي او ځکه چې د داسې نورو ډلو د ختمولو هم فېصله شوې ده.

هغه واي د ساجد میر معامله د فنانشل اېکشن ټاسک فورس د غوښتنو په فهرست کې وه او داسې د پاکستان تګلاره هم د اېف ای ټي اېف سره تړاو لري ځکه خو دی ونيول شو او سزا ورته ورکړل شو.

ورځپاڼې ډان په خپل راپور کې ویلي د ساجد مير معامله تېر کال په اخره کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي په کاريز پلان د پاکستان د پرمختګ په اړه د فنانشل اېکشن ټاسک فورس په جاېزه کې هم مهمه نکته ښودل شوې وه او د هغې راپدیخوا د ساجد میر په معامله کې پرمخ تګ پېل شو چې د نوموړي تر نيول کېدو ورسېدو.

ډان ليکي چې د ساجد میر مجرم ګرځول کېدل او بیا هغه ته سزا ورکول کېدل ځکه لويه لاسته راوړنه ده چې دا پاکستاني چارواکو د ایف ای ټي ایف د وروستۍ غونډې په مهال په کاريز پلان باندې د خپل پرمختګ په رپورټ کې هم ښودلی وه.

روانه میاشت د جرمني په سرښار برلن کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف غونډه ترسره شوې وه چې پکې د پاکستان نوم خو د څارنې د خړ فهرست نه ونه ویستل شو خو ادارې وېلي چې پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په 34 نکاتي کاريز پلان پوره عمل کړی دی.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان ډيوه ته وايي د لشکر طیبه او جماعت الدعوه پشان تندروه ډلې د هند د ولکې لاندې کشمیر او افغانستان کې فعالیت کوي او په دې اړه به اکثر په پاکستان ددغه ډلو د پټ ملاتړ تورونه هم لګول کېدل.

هغه وايي که څه هم دا يو لویې پرمختګ دی خو ددې مطلب دا نه دی چې ګنې د لاقانونه ترهګرو ډلو په تړاو دې د پاکستان پاليسي بدله شوې وي.

حق نواز خان وايي پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او بله لاره ورسره نه وه نو ځکه یې د نړیوال دفشار لاندې د تندروه ډلو پرضد عمليات وکړل چې پکې د ساجد میر نيول کېدل او سزا ورکول هم شامل دي.


ایف ای ټي ایف د پاکستان څخه دا غوښتنه هم کوله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندېزونو په نوملړ کې د شاملو ډلو خلاف عملیات وکړي او د دوى د پېسو سرچينې دې وچې کړي.

ساجد میر د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې اېف بي اي د مطلوب ترينو تنانو په فهرست کې هم شامل دی او امریکا دده په سر دپيځو ميلینه ډالرو انعام هم ویستی دی.