افغانستان کې د سېلابونو له امله 25 کسان مړه شوي دي

په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي په هېواد کې د تېرو څو ورځو په مهال راغلو سېلابونو کې 25 تنان مړه شوي او د 30 نه زیات نور ژوبل شوي دي۔

د سېلاب ځپلو سېمو خلک د افغانستان واکمنو او د نړيوالو مرستندويا ادارو څخه په جدي توګه د مرستو غوښتنه کوي۔

د وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي چې دغه سېلابونه 12بیلابیلو ولايتونو کې راغلي چې هغې کندهار، زابل، غزني، مېدان وردګ، پروان، ننګرهار، پکتيا، پکتيا او نورستان هم شامل دي۔

نوموړي ډيوه ته وويل" په دغو سېلابونو کې نزدې 25 هېوادوال شهيدان شوي، داسې 30 نور ژوبل شوي دي، 600 نه زيات کورونه په جزوي او مکمل توګه ړنګ شوي دي او دغه شان د 5000 جيربه نه سېوا زمکه چې هغې کې باغونه او نور فصلونه وؤ دا يې خراب کړي دي"

د ننګرهار دسپين غر ولسوالۍ اوسېدونکی الفت الله شينواري ډيوه ته وايي د يادې ولسوالۍ په مامند، باغ کلي او خاروي سېمو کې هغه خلکو ته سېلابونو زيان اړولی کوم چې په تېرو دوؤ لسيزو کې د ترهګرۍ نه اغېزمن شوي دي.

دی وايي د زياتې بې وزلۍ له کبله دغه خلک اوس نه شي کولې چې د ځان لپاره د سرپناه غم وکړي۔


دهغه په وینا د کروندو زمکې سېلابونو وړي او په خوړ يې بدلې کړي دي او د ځينو د کوټو بامونه لوېدلي دي۔

نوموړي دا هم وويل " اوسه پورې دکومې موسېسې يا ادارې لخوا کومه مرسته دوي سره نه ده شوې، نه ورته هغه لومړۍ د خوراکي توکيو او پوشاک سامان نه ورکړل شوی، دوی سره د کوټو د چتونو جوړولو لپاره د سامان په اړه مرسته کول اړينه ده چې ورسره وشي"

محمد نسيم حقاني وي او ای ډيوه ته وايي د دوی حکومت د سېلاب ځپلو خلکو سره مرستې پېل کړي خو دغه کافي نه دي بايد خېريه بنسټونه هم د اغېزمنو کورنيو سره کومک وکړي۔

د نورو ولايتونو په څېر د سېلابونو څخه د افغانستان پکتيکا ولايت هم متاثره شوی دی او خلکو ته يې په لويه کچه مالي زيان رسولی دی۔

د پکتيکا دګيان ولسوالۍ يوځايي ډاکتر محمد ياسين وي او ای ډيوه ته وايي د سېلابونو له امله د متاثره شويو علاقو اوبه ککړې شوي دي، دی وايي د ناروغو خورېدو مخنيوي لپاره بايد خلک د احتياط څخه کار واخلي۔

نوموړي دا هم وويل چې کومو علاقو کې دسېلابونو له وجې اوبه ککړې شي نو دې نه بيا څه قسمه ناروغۍ هم پېدا کېږي لکه د خېټې ناروغۍ، موسمي بخار يا تبه او د پوستکي ناروغۍ په خلکو کې خوریږي۔

هغه وايي ددې ناروغو نه خونديتوب لپاره ښه تدبير دا دی چې خلک ماشومان د سخا ډنډونو نه وژغوري او ورسره اوبه ويشوي يا جوش کړي او بيا يې وڅښي۔

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې دغه سېلابونه په داسې حال کې راغلي چې د جون په 22مه د شپې راغلې زلزله کې متاثره شوې کورنۍ لا هم مستقله سرپناه نه لري۔

په دغه زلزله کې د 1000 نه سېوا تنان مړه شوي او خواوشا 3000 نور ژوبل شوي وؤ، او زلزلې نزدې 10،000 کورونو ته زيان رسولی دی۔