د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ويلي، مرکزي کابينې د احتساب قامي ادارې [نېب] د مشرۍ دپاره د افتاب سلطان د نوم منظوري ورکړې ده، د راپورونو ترمخه تحریک انصاف يې مخالفت کړی دی.
پاکستان کې د نېب په اداره د حکومت مخالفه ګوندونو تل داسې تورونه لګولي چې ياده اداره د مخالفينو پرضد کارول شوې ده.
د لانجمنه او تورونو سره مخ د نېب د مخکني مشر [ر] جسټس جاوېد اقبال په دغه څوکۍ د دندې د مودې پوره کېدو وروسته دا څوکۍ خالي شوې وه.
ويل شوي د نېب د نوي مشر د ټاکنې فېصله د وزیراعظم او اپوزيشن مشر راجه رياض په مشورې سره شوې ده.
د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله پرون د زيارت/ پنجشنبې به ورځ [21 جولايۍ] اسلام باد کې يوې خبري غونډې ته ويلي، د نېب د نوي ټاکل شوي مشر افتاب سلطان د تېر وخت ريکارډ ښه دی دوی تمه لري چې هغه به بې د کومه تعصبه د احتساب عمل په وړاندې بوځي.
راپورونه وايي، پاکستان تحریک انصاف ګوند د افتاب سلطان د نېب د مشر په توګه ټاکلو مخالفت کړی او ويلي يې دغه فېصله به په عدالت کې چېلنج کوي.
The federal cabinet has approved the nomination of Aftab Sultan as Chairman of NAB. He is a man of impeccable integrity having an impressive past record. We are hopeful that he will be able to steer the accountability drive without any partisanship.
— Rana SanaUllah Khan (@RanaSanaullahPK) July 21, 2022
د نېب نوی مشر څوک دی؟
د نېب نوی ټاکل شوی مشر افتاب سلطان د پنجاب د فېصل اباد سيمې سره تعلق لري، د قانون سره يې لوړې زده کړې يې کړي او د پوليس محکمې څخه یې نوکري پېل کړې وه.
د نوموړي په اړه ويل کيږي په کال 2002 کې چې پخواني پوځي صدر پروېز مشرف رېفرنډم کولو هغه د پنجاب په سرګودها سيمه کې د پوليس په لوړه څوکۍ[ډي ايي جي] په عهده وو او هغه د مشرف د رېفرنډم ملاتړ نه وو کړی او هغه بيا د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شوی وو.
نوموړی د پاکستان مسلم لیګ ن او پاکستان پيپلز پارټۍ په حکومتونو کې دوه ځله د استخباراتي ادارې [انټيليجنس بېورو/ ايي بي] مشر پاتې شوی دی. په 2018 کې هغه د دغه څوکۍ څخه ريټايرډ شوی دی.
که څه هم د افتاب سلطان د پوليس او بيا د ايي بي د مشرۍ په وخت کې کردار ستايل کيږي خو پاکستان تحريک انصاف ګوند پرې د مسلم ليګ ن د ملاتړۍ تور لګوي.
د نېب په اداره تورونه
د نېب اداره چې په کال 1999 کې جوړه شوې، وخت په وخت د تورونو سره مخ پاتې شوې چې دغه اداره حکومتونو دخپلو مخالفينو پرضد د وسيلې په توګه کارولې ده.
د پاکستان سپريم کورټ په کال 2017 کې د نېب د پلي بارګين د قانون په اورېدنه کې جسټس عظمت سعيد شېخ ويلي وو، چې نېب خپل واک په غلطه توګه کاروي او په غبن کولو کې اسانتیاوې برابروي.
د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې تېر کال د مارچ په مياشت کې په ملک کې د الېکټرانک ميډیا د انتظام حکومتي ادارې پېمرا د خبرونو او په روانو چارو د پروګرامونو ټیلې ویژنې چینلو غږ کړی وو چې د احتساب قامې ادارې نیب په اړه دې د ادارې په قول بې اساسه او یو اړخیزې څرګندونو او د ادارې د بدنامولو په اړه خبرونه دې نه خپروي.
هغه وخت د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو د څو میاشتو راهسې په نېب نیوکې کولې چې حکومت دغه اداره د مخالفینو پر ضد د وسیلې په توګه کاروي.
په احتساب بیورو د سیاسې مخالفینو په ضد د مقدمو، د بشرې حقونو د خلاف ورزۍ، خلکو د پلټونو په مهال د نیولو او د کردارکشۍ تورونه لګول شوي. خو نېب تل په ځان تنقید رد کړی او خپله دفاع يې کړې ده.
د نېب په مخکني مشر [ر] جسټس جاوېد اقبال چې د بې درکه کسانو دپاره جوړ حکومتي کمېشن مشري هم يې کوله، په هغه هم يو شمېر تورونه لګېدلي خو هغه بيا دغه تورونه رد کړي دي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي په وروستيو کې ویلي، په جاوید اقبال د لګول شوو حېرانونکو تورونو روڼ انده او بې پلوه پلټنې کېدل پکار دي او که چیرې دا تورونه ثابت شول نو باید چې نوموړې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شى.
په جاوېد اقبال په وروستيو کې د طيبه ګل نومې یوې میرمنې د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو.