دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې مقدمې اوریدو لپاره دپاکستان دسپریم کورټ لخوا په ټاکل شوي درې کسیزه بینج په سوشل میډیا کلکې نیوکې روانې دي اؤ قانون پوهان،سیاسي فعالین اؤڅېړونکي وایي دهرې پرېکړې مهمې پرېکړې لپاره یوازې ددغو دریوؤ ججانو بینچ دعدلیې وقار ته نه سر کیدونکی زیان رسوي.
د پنجاب د وزیراعلا د ټاکنې په اړه دمقدمې فیصلې لپاره سپریم کورټ نه دفل کورټ جوړولو غوښتنې هم زور نیولی دی اؤ په حکومت دشاملو ګوندونو ایتلاف اعلان کړی دی چې نن د دوشنبې په ورځ به دفل کورټ جوړولو لپاره عدالت کې درخواست جمع کوي.
ټاکل شوې ده دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې قضیه نن د دوشنبې په ورځ دسپریم کورټ دمشر دچیف جسټس عمر عطاء بندیال په مشرۍ درې کیسزه بینچ اوري چې په دغه بینچ کې دوه نور ججان جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم شامل دي.
خو حکومتي ایتلاف پي ډي ایم ددې قضیې د اوریدنې لپاره دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده اؤ واکمن مسلم لیګ نواز ګوند دمخه په ډاګه کړې ده چې که دعدالت نه په دې اړه یوه اړخیزه اؤ دانصاف نه لرې پرېکړه وشوه نو دوي به یې نه مني.
خو د پي ډي ایم ددې دریځ په غبرګون کې حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف دپخواني اټارني جنرل یا لویې څارنوال انور مقصود یو ټي وي سره شوې هغه خبرې په ټویټر خپرې کړي چې وایي کله چې مرکز کې د ډپټي اسپیکر په رولنګ هم دا درې ججان کښیناستل اؤ پرېکړه یې وکړه نو هغه مهال ولې دپي ټي ایم له لوري اعتراض نه ؤ شوی؟
جب وفاق میں ڈپٹی سپیکر کی رولنگ پر یہی تین ججز بیٹھے اور فیصلہ دیا تب تو اعتراض نہیں کیا گیا پی ڈی ایم کی جانب سے اب کیوں کہ یہ بھی جانتے ہیں غلطی ہوئی ہے، تو یہ اس معاملے کو متنازع بنا رہے ہیں۔ سابق اٹارنی جنرل انور مصعود#BlackmailerLeague pic.twitter.com/MDPxcSH8BZ
— PTI (@PTIofficial) July 24, 2022
د سپریم کورټ نه په دې وروستیو کې ریټایرډ شوی جج مقبول باقر وایي دعدلیې د وقار ساتنې لپاره دا وضعیت کړکیچن دی اؤ دایین د 63A مادې دتشریح په اړه د یاد درې کسیز بینچ وروستۍ پرېکړه دتضاداتو ښکار ده.
دجیو ټي وي سره خبرو کې مقبول باقر ویلي سپریم کورټ یوازې د چیف جسټئ نوم نه دی. په داسې وضعیت کې دفل کورټ جوړونه یوازینۍ دحل لاره پاتې شوې ده.
صرف چیف جسٹس سپریم کورٹ نہیں ، آئین کو ری رائٹ کرنے کی تباہ کاریاں شروع ہو گئی ہیں مخصوص ججوں کا بینچ ہی ہر معاملہ سنےاس سے عدلیہ کا وقار تباہ ، غیر جانبداری ، انصاف کی فراہمی کو نقصان ہوگا 63اے سے متعلقہ مقدمات فل کورٹ سنے ۔ سابق جج جسٹس مقبول باقر سمیت چار ججز کی گفتگو
— Abdul Qayyum Siddiqui (@QayyumReports) July 24, 2022
څېړونکی اؤ په امریکا کې دپاکستان سفیر ښاغلی حسین حقاني هم وایي دنړۍ یو هیواد کې هم داییني شخړو پربکړه داسې نه کیږي چې چیف جسټس په ۱۷ؤ ججانو کې یوازې د دریوؤ کسانو بینچ جوړ کړي.
دنیا کے کسی ملک میں آئینی تنازعات کا فیصلہ اس طرح نہیں ہوتا کہ چیف جسٹس 17 میں سے صرف تین ججوں کا بنچ بنا دے۔ مرضی کا بنچ بنانے کی گنجائش ہی نہیں ہونی چاہئیے۔ آئینی فیصلوں پر ہر جگہ اختلاف رہتا ہے لیکن جب مرضی کے بنچ بنتے ہیں تو انصاف یا قانون کا بھرم تک نہیں رہتا۔
— Husain Haqqani (@husainhaqqani) July 24, 2022
هغه په ټویټر لیکلي دخوښې دبینچ جوړولو ګنجایش نه دی پکار،په اییني پریکړو هر ځائ کې اختلاف وي خو چې دخوښې بینچونه جوړیږي نو دانصاف اؤ قانون وقار له منځه ځي.
دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار حسین هم پوښتنه کړې ده چې په فل کورټ جوړولو کې بدي څه ده؟
فل کورٹ بنانے میں قباحت کیاہے ؟ تمام جج صآحباں ملکر انصاف پر مبنی فیصلہ دیں تو ملک مزید انتشار سے بچ جائیگا، جمہوریت مستحکم ہوگی اور عدلیہ پر لوگوں کا اعتماد بھی بحال ہوگا۔
— Mian Iftikhar Husain (@MianIftikharHus) July 24, 2022
په ټویټر ښاغلي میا افتخار حسین لیکلي دي که چرې ټول ججان صاحبان په ګډه یوه په انصاف ولاړه پرېکړه وکړي نو هیواد به د نور انتشار څخه وژغورل شي اؤ چې جمهوریت پیاوړی شي نو په عدلیه به دخلکو باور پځائ شي.
دپاکستان دعدالتي تاریخ دننه په ګڼو موقعو داسې روایات لیدل شوي کله یو مقدمه کې په کوم جج اعتراض شوی نو هغه بیا له دغې مقدمې د اوریدنې نه معذرت کړی کړی خو دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دمقدمې لپاره ټاکل شوي دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ لا په ځان دشوؤ اعتراضونو په هکله هیڅ نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دتیرې دجمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې چې دمسلم لیګ ق امیدوار ددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې وه.
دسپریم کورټ درې کسیز بینچ ددې عریضې په وړومبۍ اوریدنه کې اوړمه ورځ دپنجاب د وزیراعلا حمزه شهباز واکونه محدود کړي وؤ اؤ امر یې کړی ؤ چې هغه به داسې هیڅ واک نه شي کارولی چې له لارې یې سیاسي ګټې پورته کولی شي.
په سپریم کورټ کې نن ددې مهمې قضیې بیا اوریدنه کیږي اؤ څېړونکي وایي احتمال شته چې درې کسیزه بینچ د وزیر اعلا په توګه دحمزه شهباز ټاکنه ناچله وګرځوي.
تر دې وړاندې سپریم کورټ دپاکستان دصدر په ریفرنس دایین د 63 ای مادې دتشریح په ترڅ کې پرېکړه کړې وه چې دګوند نه د اوښتي یا منحرف غړي رایې به په شمیر کې نه راوستل کیږي چې ددغه پرېکړې په اساس دتحریک انصاف نه داوښتو 25 دصوبایي اسمبلۍ دغړو غړیتوب ختم کړل شوی ؤ .
دپنجاب اسمبلۍ دپټي اسپیکر دحمزه شهباز د بیا وزیراعلا ټاکل کیدو داعلان په موقعه ویلي چې هغه دمسلم لیګ ق دلسو غړو رایې دسپریم کورټ ددغه فیصلې په اساس رد کړي دي.