واشنګټن ـــــ د افغانستان د پاره د امريکې ځانګړي استازي تهامس وېسټ ويلي دي د طالبانو سره به د دغه هېواد په اقتصادي تګلاره خبرې کوي او تاشکند کې د افغانستان په اړه کانفرنس کې ګډونوالو جېنکو ته مکمل تعليم، ښځو ته حقونه او یو ټول شموله حکومت په هېواد کې د جوړ جاړي د پاره بنیادي شرط بللی.
ښاغلي تهامس وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې وېلي دي چې هیڅ بهرني ملک ته نه دي پکار چې په افغانستان کې خپل مشران غوره کړي یا د بهر نه پرې یو عمل وتپي.
وېسټ زیاته کړه چې امریکا تیاره ده د افغانستان د ماشومانو د روښانه راتلونکي د پاره د ملګرو هېوادونو سره په ګډه د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې مرسته وکړي.
نوموړي دا ټویټونه د نهې- سه شنبې په ورځ د تاشکند په غونډه کې د ګډون په وخت کړي او ويلي یې وو چې نن به د افغانستان د غټو مالي چارو یا ميکرو اېکنومکس باندې د طالبانو سره خبرې کوي.
تېره ورځ د تاشکند په غونډه کې طالبانو د نړۍ نه د مالي مرستو، د نړیوالو اقتصادي بندیزونو اوچتولو او د کنګل شوو شتمنیو د راخلاصولو غوښتنه کړې وه.
رویټرز خبري ایجنسۍ د سرچینو د خولې ليکلي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په کنګل شوو شتمنیو او اقتصادي بندیزونو شوو خبرو کې څه لږ ډېر پرمختګ شوی دی.
خو د خبري ادارې ترمخه په دې اړه اوس هم د دواړو ډلو تر منځ ژور اختلافونه موجود دي. امریکا غواړي په مرکزي بېنک کې دې سياسي ټاکنې ونه کړي خو طالبان دې ته اماده نه دي، بله دا چې د طالبانو وینا ده امریکا په افغانستان کې متوازي بېنکي نظام جوړول غواړي.
رویټرز خبري ادارې ويلي وو چې طالبان دې ته هم سلا شوی دي چې د پېسو د قاچاک د څار د پاره د امریکې د سټېټ ډېپارټمنټ یا د بهرنیو چارو وزارت څوک غړې وټاکلی شي.
دا وخت د افغانستان بېنکي نظام د نړۍ سره لېن دېن یا راکړه ورکړه نه شي کولی او دغسې د بهر ملکونو نه هم که څوک خپلو خپلوانو ته پيسې ورلېږل غواړي نو په هغې هم یو حد ټاکلی شوی دی.
د ازبکستان په تاشکند ښار کې د افغانستان د امنیت او اقتصادي ترقۍ په موضوع کانفرنس کې د شاوخوا شلو ملکونو او نړيوالو ادارو استازو ګډون کړی.
د غونډې د کوربه د خوا د کانفرنس په اړه جاري شوي بیان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره د طالبانو د عزم هرکلی شوی او په دې اطمینان څرګند کړل شوی دی.
د طالبانو خارجه وزیر امير خان متقي کانفرنس ته ويلي چې دوی د دوحه د تړون په رڼا کې نړۍ ته باور ورکوي د افغانستان خاوره به هيڅ یوې ترهګرې ډلې ته پرې نږدي چې په افغانستان یا بل هېواد کې د ترهګرۍ د پاره يې وکاروي ځکه چې دوی ګڼي د افغانستان امنیت سره د سيمې او د نړۍ امنیت تړلی دی.
په بيان کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي پرمختیا او د ولس د کړمو د ختمولو د پاره پکار ده چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي رابطې بحال کړل شي او دا چې د افغانستان کنګل کړل شوې شتمنۍ راخلاصول هم د افغانستان د ستونځو په راکمولو کې مرسته کولی شي.
په بیان کې وړاندې ویل شوي دي چې نړيواله ټولنه غواړي لنډ مهاله حکومت دې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړولو، ښځو ته د حقونو یقيني کولو او جېنکو ته د تعليم لارې خلاصې ساتلو غوندې غوښتنو باندې عمل وکړي. دا په افغانستان کې د قامي جوړ جاړي د پاره یو بنیادي شرط دی.
طالبان غواړي امریکا او نړۍ دې په افغانستان کې د دوی حکومت په رسميت وپېژني، خو د افغانستان ښځو د پاره د ملګرو ملتونو د ادارې غړې ايلېسن ډېويډین تېره ورځ هم ويلي دي چې په افغانستان کې د ښځو د پاره یوه ورځ تر بلې بده وي او نړۍ چې د طالبانو په اړه کومې اندېښنې لرلې نن هغه ويرې په سترګو ويني.
طالبان وايي دوی د جينکو د تعليم، روزګار او حقونو مخالف نه دي خو په دی عمل کول وخت اخلي او دوی هڅې کوي د دې د پاره د اسلامي شريعت په رڼا کې بندوبست وکړي.
ايلېسن وايي 344 ورځې وشوې چې طالبانو واک نيولی او د اکثريت افغانو ښځو او جينکو د پاره هره ورځ د نوې بدبختۍ پيغام راوړي او د حقونو نه سرغړونه يې روانه ده چې په ټولنيز ژوند او سياسي حيثيت يې ګوزارونه کيږي.