واشنګټن ـــــ امریکې، ملګرو ملتونو او افغان سیاستوالو د افغانستان په پایتخت کابل کې د جمعې په ورځ د کرکټ په لوی سټېډیم کې چاودنه په کلکه غندلې ده، طالبان وایي په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي خو ملګري ملتونه دعوه کوي چې په دې چاودنه کې 19 تنه وژل شوي دي.
د افغانستان په پایتخت کابل کې د جمعې په ورځ ماسپښین شاوخوا څلور بجې د کرکټ په لوی سټېډیم کې په داسې وخت چاودنه شوې وه چې ګڼ شمېر خلک د کرکټ لوبې نندارې ته ورغلي وو.
د افغانستان د کرکټ بورډ یوه چارواکي نصیب خان ځدراڼ د جمعې په ماسپښین ویلي وو چې په چاودنه کې یواځې څلور تنه ټپیان شوي دي او لوبغاړو یا د دوی د ادارې کارکوونکو ته پکې کوم زیان نه دی رسېدلی.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر او په افغانستان کې د دې ادارې سیاسي دفتر په جلا- جلا بیانونو کې دا برید په کلکه غندلی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش مرستیال ویاند فرحان حق د جولای پر 29مه په خپل بیان کې ویلي چې په دې چاودنه کې 19 تنه وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي وو. په بیان کې د ښاغلي انتونیو ګوتېریش له خولې ویل شوي:
"هغه د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښکاره کړې او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پر عامو خلکو او ملکي شیانو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې په کلکه منع دي".
خو په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ دا د لاسي بم چاودنه بللې او وایي دوه تنه پکې وژل شوي او 12 نور ټپیان شوي دي:
"د کابل کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزه لیګ سیالۍ پر مهال د عامو هېوادونو تر څنګ یو لاسي بم وچاودل شو، چې له بده مرغه زموږ ځینې هېوادوال پکې زخمیان او دوه شهیدان شول".
کابل کرېکټ لوبغالي کې د شپږیزه لیګ سیالۍ پر مهال د تېرې ورځې چاودنې په اړه د کابل امنیې قومندانۍ ویاند محترم خالد ځدران صاحب څرګندونې! @khalidzadran01 pic.twitter.com/Ro9vE0j1zZ
— Zahir Jan ظاهرجان احسن (@zahirjan286) July 30, 2022
پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې شوې دي چې تر چاودنې وروسته جوړې شوې دي او پکې لیدل کېږي چې د لوبې نندارچیان د پېښې له ځایه د ګڼې ګوڼې په حالت کې د وتلو هڅه کوي.
د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر خپل ټویټر په یوه بله ویډیو او ټویټونو کې د افغانستان له خلکو، له بهرنیو مېلمنو، سفارتکارانو او بهرنیو ادارو غوښتي چې د داسې پېښو پر وخت دې د طالبانو د امنیتي ادارو له سرچینو معلومات اخلي او د ده په وینا «د پروپیګنډو» برخه دې نه جوړېږي.
I hope our country%27s people, foreign guests, diplomats, and all other international entities do not become part of the miscreant%27s propaganda campaign. These miscreants are against the happiness of Afghans here.1/2
— Khalid Zadran (@khalidzadran01) July 30, 2022
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم د کابل په کرکټ سټېډیم کې پر چاودنه خواشیني څرګنده کړې او له ټپیانو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده. ښاغلي ټامس ویسټ په یوه ټویټ کې لیکلي:
"تشدد هیڅ هدف نه لري او دا د افغانستان د خلکو لپاره جواب نه دی."
Deeply saddened by reports of an explosion at the Kabul International Cricket Stadium during a cricket match today. Our thoughts are with the injured. Violence serves no purpose and is not the answer for the people of Afghanistan.
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) July 29, 2022
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر رامیز الکبروف هم په یو بیان کې دا برید په کلکو ټکو غندلی دی، دا چاودنه په داسې وخت شوې وه چې نوموړی هلته موجود وو او لوبغاړو ته یې وینا کوله. رامیز الکبروف لیکلي:
" دا چاودنه د يو بل نا ببره وحشتناک تاوتريخوالي نخښه ده چې لا هم د افغانستان خلک ورسره لاس ګريوان دي، ورزش خلکو ته هيله ورکوي، د خنډونو په له منځه وړلو او د ټولنو په يووالي او راغونډولو کې مهم رول لوبوي او د وياړ يوه مهمه سرچينه ده".
I strongly condemn this afternoon’s atrocious attack at Kabul International Cricket Stadium, attacking population and sport facilities is strictly prohibited, i call for a thorough and transparent investigation, perpetuators must be brought to justice. https://t.co/Fs5ofIGisQ
— Dr. Ramiz Alakbarov (@RamizAlakbarov) July 29, 2022
مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کرکټ په میدان کې چاودنه غندلې او وایي یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي، حامد کرزي پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا "د ترهګرۍ عمل او بشر ضد جرم" دی.
د #افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په #کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې چاودنه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال ژوبل شوي په کلکو ټکو غندي. حامد کرزی دغه تروریستي کړنه بشري ضد جنایت بولي او د لوی خدای(ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.
— Hamid Karzai (@KarzaiH) July 29, 2022
د افغانستان په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي:
"کرکټ د نورو لوبو تر څنګ د افغانانو د خوښې لوبه ده چې په هر ډګر یې ویاړونه راوړي، هدف ګرځول یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی".
د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی او نه هم دا معلومه شوې چې د چاودنې هدف څوک وو، خو د طالبانو په واکمنۍ کې داعش خراسان ډلې د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.