نواز شريف: په بهرنۍ ايجنډا لګيا عمران خان پرضد دې سمدستي کارروايي وشي

د پاکستان مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف تور لګولی، چې عمران خان بهرنی فنډنګ ترلاسه کړی او د دغه لارې يې په پاکستان کې بهرنۍ ايجنډا په ځای کوله. هغه ويلي د عمران خان پرضد دې په سمدستي ډول اييني او قانوني کارروايي وشي.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [دوېم اګست] د پاکستان الېکشن کمېشن د پاکستان تحریک انصاف ګوند پرضد د ممنوعه فنډنګ په اړه فېصله اورولې او ويلي يې دي ياد ګوند ممنوعه فنډنګ ترلاسه کړی، اکاونټونه يې پټ کړي او د ګوند مشر[عمران خان] دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي دي، او تحريک انصاف ګوند ته شوکاز نوټس ورکړی شوی دی.

د الېکشن کمېشن د فېصلې وروسته پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي د دغه فېصلې پرضد به د اسلام اباد هايکورټ ته ځي.

او د پاکستان ډېموکرېټک مومنت [پي ډي اېم] اتحادي حکومت ويلي د الېکشن کمېشن فېصله به سپريم کورټ ته وړي.

قانون پوهان وايي حکومت به اوس په سپريم کورټ کې رېفرنس جمع کوي او غوښتنه به کوي چې د پي ټي ايي پرضد فېصله واوروي.

نواز شريف چې په لندن کې دی ويلي يي دي حکومت او سياسي ګوندونو ته به وايي چې د عمران خان پرضد په سمدستي ډول د قانون او ايين لاندې کارروايي وکړي.

هغه ويلي، "زمونږ پرضد به په وټس اېپ جې ايي ټي [ګډ پلټنيز ټیم] جوړېدو، زه په داسې خبره د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی ووم چې د زوي نه يې تنخا نه ده اخستې".

نواز شريف زياته کړې، "عمران خان د بهر نه فنډنګ ترلاسه کړی او هغه په پاکستان کې بهرنۍ ايجنډا په ځای کول غوښته".

نوموړي په عمران خان او د سپريم کورټ په پخواني چيف جسټس او جسټس اصف سعيد کهوسه او جسټس عظمت سعيد شېخ هم نيوکې کړي او ويلي يې دي وخت به راځي دوی ټولو ته به ځواب ورکول وي.

د پاکستان اليکشن کمېشن نزدې اته کاله وروسته د تحریک انصاف ګوند د بهرني فنډنګ په اړه فېصلې اورولې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړونکو غړو کې شامل اکبر اېس بابر چې اوس د پي ټي ايي ګوند غړی نه دی په 2014 کې يې د پي ټي ايي ضد د بهرني فنډنګ مقدمه په الېکشن کمېشن کې درج کړې وه.

پرون د فېصلې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې يې ویلي، هغه چې کوم تورونه په پي ټي ايي لګولي وو د الېکشن کمېشن په فېصله کې هغه ټول ثابت شو.

هغه غوښتنه کړې وه، عمران خان دې اوس د پي ټي ايي د مشرۍ څخه استعفا ورکړي.