نينسي پلوسي د تايوان صدر او پارلمان د غړو سره ليدلي

Taiwan Asia Pelosi

واشنګټن- د امريکا د پارلمان سپيکرې نينسي پلوسي د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي هغه او د هغې د پارلمان ملګري په دې غرض تايوان ته تللي چې په ډاګه ووايي تايوان به يواځې نه پريږدي.

اغلې پلوسي وويل “نن امريکا د تېر نه څو چنده زياته غواړي د تايوان سره يووالی وښايي او هم دا پيغام مو دلته راوړی دی”.

هغې د امريکا د نوي منظور کړل شوي قانوني بېل ذکر وکړو او ويې ويل نوی قانون ځايي پيداواري توکو ته د اهميت ورکولو او امريکايي کمپنو ته د چين سره د مقابلې لاره هواروي.

پلوسي د تايوان پارلمان ته وويل ياد قانون د تايوان او امريکا اقتصادي ملګرتيا له ډېر توان ورکوي او د دې د پاره نورې لارې پرانيزي.

د نينسي پلوسي تايوان ته په سفر چين ډېره غصه ښودلې ده او ويلي يې دي دا د نه منلو وړه خلاف ورزي ده. چين ځان د تايوان د واک يواځينی طاقت بولي.

چين د پلوسي د سفر وروستو د امريکا سفير راغوښتلی او د تايوان په خوا و شا کې يې پوځي مشقونه پيل کړي چې پکې د اوږد مزل ميزايلونه او نورې وسلې کارولي شوي دي.

بيجينګ د شورو په ورځ د تايوان نه د مېوو او ميانو په تجارت سملاسي بندېز لګولی. تايوان او چين د کال 1949 د کورنۍ جګړو له کبله سره بيل شوي دي او د قامپاله سياستمدارو د ماتې وروستو دوی تايوان ته تښتېدلي وو چې هغلته يې حکومت جوړ کړو او يو چلېدونکی جمهوريت يې رامنځ ته کړی.

د هغې وروستو د چين حکمران ګوند کميونېسټ پارټۍ په ځان دا پرېکړه کړې چې تايوان به بيرته نيسي که د دې د پاره پوځي طاقت ته هم اړتيا راشي نو چين به ترې په شا نه شي.

امريکا په کال 1979 کې په رسمي توګه د تايوان سره تعلقات ختم کړل ځکه چې په ياد کال کې تايوان چين ته رسمي سفارتي مشروعيت ورکړو.

البته امريکا بيا هم په څه نه څه رنګ کې د تايوان سره غير سرکاري تعلقات ساتلي او د کانګرس د قانون او اجازت سره سم يې تايوان ته دفاعي وسلې ورکړي دي.

د څو لسيزو راهسې په سيمه کې دغه توازن روان و خو ولې اوس چيني چارواکي انديښمن دي چې واشنګټن ممکن د تايوان نور په ډاګه مرستو ته تياري نيسي.

په درېو بيلا بيلو موخو ولسمشر جو بايډن اشاره ورکړې چې که چرې چين د پوځي مداخلت نه کار واخست نو امريکا به د تايوان دفاع کوي.