څېړونکي: د داعش خراسان مجله ښکاره کوي چې د امریکې، سعودي، پاکستان او افغان طالبانو ضد فعالیتونه تېزوي

واشنګټن ـــــ څېړونکي او خبريالان وايي د داعش خراسان ډلې له خوا په چاپ شوې مجله يا رساله کې د امريکې د ولسمشر ترڅنګ د سعودي عرب، پاکستان او د طالبانو د یو مشر ملا عبدلاغني برادار عکسونه ورکول دا خبره ښکاره کوي چې دوی د دغو کسانو او هېوادونو پرضد په خپلو فعاليتونو کې تېزوالی راوستل غواړي.

دوی وايي د دې خبرې پته به وروسته ولګېږي چې ايا داعش خراسان ډله د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان او افغان طالبانو د مرستيال وزيراعظم ملا عبدلالغني برادار د پاره په راروان وخت کې څومره مشکل جوړولای شي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او اې ډيوه ته وايي دا ډېره عجيبه خبره ده چې د داعش په اړه په وروستيو کې پاکستان ويلي وو،‌ دوی ته د القاعدې او تحريک طالبانو ډلې نه دومره ګواښونه نشته څومره چې داعش ډلې نه دي نو ځکه هغوی د پاکستان او د هغه د پوځ په ضد جګړه کول غواړي:

"دا ځلکه چې داعش هند او خراسان کومه صوبه ګڼي نو په هغې کې پاکستان هم د هغوی په نخښه دی ولې چې هغوی ګڼي پاکستان د امريکې سره په تېر ۲۰ کاله کې په جګړه کې اوږه په اوږه ودرېدلی دی".

ډاکټر خورشید وایي داعش په افغانستان کې د بقا په حالت کې ده او دا پېغام ورکول غواړي چې ګني دوی د ټولو طالبانو نه بلکې د ځينو کسانو خلاف دي چې هغوی د ايي ايس ايي او سي ايي اې سره نزدې کار کړی او هغوی د مسلمانانو په اړه د جوړجاري کيسې کړي نو ځکه دوی د مولا عبدالغني برادر نوم مخې ته راوړی دی.

د داعش خراسان ډلې د منهاج المبين په نوم يوه نوې چاپ شوې رسالې يا مجلې سرخط دی د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفارو سره د مرسته کوونکو د حکم په اړه روښانه تګلاره.

د دغې چاپ شوې مجلې په وړومبۍ پاڼه کې د څلورو کسانو عکسونه دي چې پکې د امريکې ولسمشر جوبايډن، د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، د افغانستان مرستيال وزيراعظم ملاعبدالغني برادار او د سعودي بادشاه شامل دی.

څېړونکي وايي د عمران خان عکس په دغه مجله کې ځکه ورکړل شوی چې د عمران خان په خپل تېر حکومت کې د نړۍ نه د افغان طالبانو په رسميت پېژندلو او مرستې کولو په اړه ډېر مهم چلولی وو.

څېړونکی او خبريال حقنواز وي او اې ډيوه ته وايي د تحريک انصاف ګوند له خوا په خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمه کې د داعش ډلې پرضد ډېر عمليات شوي دي او بله دا چې افغان طالبانو د داعش سره په جنګ دي:

"دا ټولې خبرې داسې دي چې څوک چې د افغان طالبانو مرسته کوي نو داعش هم هغوی ته هم هغه نظر کوي او د داعش چې کومې خبرې مونږ اوريدلې دي نو هغوی طالبانو ته هم مشرکين، کفار او د اسلام دايرې نه خارج ګڼي او دا ښکاره خبره ده چې هغوی (داعش) هر څوک په دغه تله کې حسابوي".

په وروستيو کې د امريکې او نورو نړيوالو هېوادونو د استخباراتي ادارو له خوا په راپورونو کې ويلي شوي وو په افغانستان کې د افغان طالبانو د واکمن کېدو نه پس دغلته د داعش خراسان ډلې د غړو شمېره ۴۰۰۰ نه هم زياته شوې ده.

څېړونکي وايي د افغان طالبانو له خوا د قيديانو خوشي کولو په نتيجه کې څه ۲۱۰۰ پورې تربيه شوي د داعش خراسان ډلې غړې خوشي شوي وو او پس د هغې دغې ډلې په افغانستان او پاکستان کې فعاليتونه زيات کړي دي.