کوز دير: د اېم پي اې په ګاډي ډزو کې څلور کسان وژل شوي، اېم پي اې ژوبل دی

د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې تېر د خالي/ شنبې [6م اګست] په ماسخوتن په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوي، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی او څلور کسان پکې وژل شوي دي.

دا پېښه د کوز دير د لال قلعې تاڼې په حدودو کې شوې ده.

د لال قلعې پولیس تاڼې يو چارواکي [مدد محرر] ارشد اقبال د پېښې په اړه وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د کوز دير د لال قلعه مېدان اېم پي اې ملک لياقت علي ماسخوتن ناوخته نزدې نهه بجې په خپل ويګو ګاډي کې د نورو کسانو سره کور پله روان وو، چې ډزې پرې شوي دي.

هغه وویل په ډزو کې د اېم پي اې ورور جان عالم، د هغه وراره، یو پوليس اهلکار او يو ليويز والا وژل شوي دي.

او پاتې پينځه کسان چې اېم پي اې هم پکې شامل دی ژوبل شوي او د تېمرګرې په هسپتال کې يې علاج روان دی.

پولیس چارواکي وويل، د پېښې مقدمه لا نه ده درج شوې افسران بهر دي، نه د پېښې علت معلوم شوی چې ډزې چا، او ولې کړي دي؟.

خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي، او زياتره بيا د شخصي دښمنو نتيجې ګرځولی شي، خو چارواکو د کوز دير د بېګانۍ پېښې په اړه تراوسه څه نه وايي چې دا شخصي دښمني که بل څه دي.

تېر کال د ستمبر په میاشت کې د کوز دیر سره په پوله په بره دير ضلع کې د ځمکې په سر د شخړې د هوارولو دپاره په جوړه جرګه کې ډزې شوې وې، لږ تر لږه نهه تنه پکې وژل شوي او څو نور پکې ژوبل شوي وو.

هغه وخت پوليسو ويلي وو، د دوه فريقېنو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه روانه وه او د هغې د هواري دپاره جرګه راجوړه شوې خو په دغه مهال بيا د فريقېنو ترمنځ ډزې شوي او مرګ ژوبلې پکې شوې وې.