مطبوعاتو او په ټولنیزو رسنيو خبریالانو او څيړونکو دعوه کړې چې د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] يو مهم مشر عبدالولي عرف عمر خالد خراساني سره د دوه نورو کمانډرانو د افغانستان په پکتيکا صوبه کې په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
په دغه اړه چې څومره خبرونه ورکړی شوي هغه ټول د سرچينو له قوله ورکړی شوي، نه خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو په دغه اړه څه ويلي او نه ټي ټي پي دغه خبر يا پېښه تاييد کړې ده.
ګندهار [ار اېف اي ار اېل] د سرچينو له قوله ويلي، "پرون د اتوار/ يکشنې په ورځ [7 اګست] د پکتيکا په برمل ضلع/ ولسوالۍ کې د دوی [عمر خالد]ګاډی روان وو او د سړک غاړې ښخ بم پرې چاودلی دی. ويل شوي د عمر خالد سره بل تن حافظ دولت او درېم مفتي حسن وو".
د امريکا په ولسن څيړنيز مرکز کې د اسيايي پروګرام مرستيال مشر مايکل کوګلمېن هم په ټویټر ويلي،
"د ټي ټي پي د لوړې کچې مشر عمر خالد خراساني په مبينه توګه وژل شوی دی. که دا رښتيا وي دا د ټي ټي پي دپاره غټه دهچکه ده ځکه وړاندې د هغه په اړه غلط خبرونه راغلي چې مړ دی. هغه په ټي ټي پي کې مهم تن وو د الفاظو نه زيات سخت. يو ځل هغه دا دعوه هم کړې وه چې د القاعده مشر ايمن الظواهري ته يې پناه ورکړې وه".
Omar Khalid Khorasani, a top TTP leader, has reportedly been killed in Afghanistan. Huge blow to TTP, if true (he’s been wrongly reported dead in the past). Major figure within the group. Brutal beyond words. And incidentally he once claimed to have sheltered Ayman Al-Zawahiri.
— Michael Kugelman (@MichaelKugelman) August 7, 2022
خبريال افتخار فردوس هم د افغان چارواکو د سرچينو له قوله د ټي ټي پي د مهمندو د مشر عمر خالد خراساني او هغه سره د حافظ دولت خان او د ټي ټي پي د کرمې د پخوانی مشر ملا حسن د وژنې ويلي دي.
BIG development as it unfolds. Omar Khalid from Mohmand survived three drone strikes & the news of his death has surfaced 7 times. He is one of the older generation of jihadis who have seen it all from joining to Harkatul Mujahideen in Karachi to splitting ways with TTP and back. https://t.co/NTsfI9N5Sv
— Iftikhar Firdous (@IftikharFirdous) August 7, 2022
دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي او د ټي ټي پي لخوا د نامعلومه وخته پورې ډز بندي روانه ده.
د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره درې ځله جرګې کابل ته تللي او د ټي ټي پي سره يې خبرې شوي دي، که څه هم په دغو خبرو کې ښکاره پرمختګ نه دی شوی خو په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو مرستيال چې کابل ته د جرګې سره تللی وو، هغه ويلي وو د دوی د تګ او ټي ټي پي سره ليدو نه څرګنده شوه چې مذاکرات روان دي.
د جون د مياشتې په لومړو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن نزدې 50 کسيزه جرګه کابل ته د ټي ټي پي سره خبرو له تللې وه او د جرګې غړو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د ټي ټي پي د مشر او کابينې سره يې ليدلي خو د طالبانو سرچينو ويلي وو د تحريک طالبان پاکستان د لوري د مذاکراتو د کميټۍ مشر عمر خالد خراساني وو او د هغه د ملګرو سره يې خبرې شوې وې.
په ټولنيزو رسنیو په دې بحث روان دی که د عمر خالد خراساني د وژنې خبر رښتيا کيږي، ځکه چې وړاندې هم د هغه د وژنې خبر څو ځله دروغ شوی، که دې ځل له رښتيا شو دا به د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ مذاکراتو باندې ضرور اغېزې کوي.