واشنګټن ـــــ په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، په دې هېواد کې یې دنده ختم شوه او اسلام اباد ته ستنېږي، خو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د هغه بل ځایناستی نه دی اعلان کړی.
ښاغلي منصور احمد خان نن د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي، چې په افغانستان کې د سفیر په توګه د کار موده یې ختمه شوې ده:
"د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي امیر خان متقي سره مې د رخصتۍ ناسته وکړه، موږ د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ".
At the completion of my tour of duty in Afghanistan, I made farewell call on H.E. Amir Khan Muttaqi, Acting Foreign Minister of Afghanistan. We reiterated commitment of the two countries to further strengthen bilateral relations @ForeignOfficePk @PakinAfg @QaharBalkhi pic.twitter.com/qAgHQCqSWY
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) August 23, 2022
ښاغلي احمد خان د تېر افغان حکومت د ملي پخلاینې د ادارې له مخکیني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او د هغه د مېلمستیا مننه یې کړې ده. نوموړي پر ټویټر لیکلي:
"زما د کار د مودې په وخت موږ د دواړو هېوادونو د ګټو په برخو کې دوه اړخیز عمل ته دوام ورکړ".
Grateful to Excellency Dr. Abdullah Abdullah for my farewell call and for hosting sumptuous dinner last evening. During my tenure we had continued interaction in areas of mutual interest @ForeignOfficePk @PakinAfg @DrabdullahCE pic.twitter.com/9v4debkcCw
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) August 23, 2022
پر دې پاکستاني سفیر په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو له دې کبله زیاتې نیوکې کولې، چې د طالبانو د کابینې له اکثرو غړیو خصوصاً وزیرانو سره یې پرله پسې ناستې کولې.
سفیر له افغانستانه په تلو- تلو کې نن د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي دي او له هغه یې مننه کړې چې وایي د ده د کار په موده کې یې ورسره «رغوونکې راشه درشه» لرله. منصور احمد خان پر ټویټر له ګلبدین حکمتیار سره د لیدو عکس ته لیکلي:
"موږ د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د راکړې ورکړې او تګ راتګ د پیاوړي کېدو په اړه خبرې وکړې".
Paid a farewell courtesy call on H.E. Gulbuddin Hekmatyar, Leader of Hizb i Islami Afghanistan & thanked him for our constructive interaction during my stay in Afghanistan. We discussed strengthening of people to people exchanges between two countries @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/ntR2KMVTty
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) August 23, 2022
د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې پاکستان هم لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ځکه نو دا لا نه ده معلومه چې پاکستان به د منصور احمد خان پر ځای د افغانستان لپاره بل سفیر کله اعلان کړي.
منصور احمد خان په 2020م کال کې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ټاکل شوی وو، خو په تېر یو کال کې چې د اکثرو هېوادونو سفیران له دې هېواده وتلي وو هغه په کابل کې خپل کار ته دوام ورکړی وو.
په افغانستان کې تر سفیر ټاکل کېدو وړاندې هغه د 2018م کال له جون میاشتې د 2020م کال تر اګست پورې په اسټریا کې د پاکستان سفیر او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وو.