اسلام اباد کې د عمران خان پرضد بله مقدمه درج کړی شوې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د ګوند د نورو مشرانو غړو پرضد د اسلام اباد په ابپاره تاڼه کې بله مقدمه درج کړی شوې، او د عمران خان د بندي وياند شهباز ګِل پرضد هم بله مقدمه درج کړی شوې ده.

د عمران خان او نورو پرضد ياده مقدمه په 22 اګست درج شوې او د مقدمي کاپي د پاکستان تحریک انصاف ګوند شهريار اپريدي په ټويټر خپره کړې ده.

په مقدمه کې ویل شوي په 20 اګست د عمران خان په وېنا د پاکستان تحریک انصاف غړي چې د 1000 نه 1200 پورې وو په زيرو پواينټ راجمع شوي، د شهباز ګِل د خوشي کولو غوښتنې يې کولې، سړک يې بند کړی او ګواښونه يې کول.

په مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند 18 مشران غړي نومول شوي چې پکې مخکني وزيران هم شامل دي، په دوی د سرکاري اهلکارو د حکم نه منلو، د سرکاري اهلکارو په ډيوټۍ کې خنډانو جوړولو، او ګواښونو کولو سره د لاوډ سپيکر د غلط استعمال او 144 مادې د سرغړونې لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

له دې وړاندې په 20 اګست د عمران خان پرضد په مارګله تاڼه کې هم د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې [7ATA] لاندې مقدمه درج شوې چې هغه يوه ښځینه ججې/ قاضي او د پوليسو لوړ پوړو چارواکو ته ګواښونه کړي وو.

خو د اسلام اباد هايکورټ په دغه مقدمه کې د عمران خان ضمانت منظور کړی دی.

او اسلام اباد هایکورټ ښځينه قاضي ته د ګواښ په سر د عمران خان پرضد د عدالت د سپکاوي د مقدمې اورېدنې کړې او پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ اورېدنه کې د اسلام اباد هایکورټ عمران خان ته حکم کړی چې په 31 اګست عدالت ته حاضر شي.

د عمران خان د 20 اګست د بيان وروسته د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو عمران خان به نيول غواړي.

او د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، "پوليس خپله زمه وار ترسره کوي او چې څوک هم ګواښونه کوي يا تورونه لګوي پرضد به يې قانوني چلند کيږي".

خو تحریک انصاف ګوند د عمران خان د بيان دفاع کړې او ويلي يې وو عمران خان د پوليسو چارواکو او ښځینه ججې پرضد د قانوني ګام پورته کولو خبره کړې وه.

د عمران خان او نورو پرضد د مقدمې په غبرګون کې د تحريک انصاف شهريار اپريدي چې په خپله هم په دغه مقدمه کې نومول شوی، په غبرګون کې يې ويلي اېمپورټډ حکومت د ګرانۍ او سېلاب ځپلو د مرستو په ځای د ولسي استازو د غږ خاموشه کولو دپاره بله مقدمه درج کړې ده.

خو له دې وړاندې د اطلاعاتو وزير مريم اورنګزېب په عمران تور لګولی چې هغه د ملک دپاره امنیتي خطره جوړ شوی او په ملک کې خانه جنګي کول غواړي.

په 23 اګست د پاکستان تحریک انصاف د نيول شوي غړي او عمران خان د وياند شهباز ګِل پرضد په سيکرټريټ تاڼه کې د بې لايسنسه تماچې ساتلو په تور بله مقدمه درج کړی شوې ده، شهباز ګِل د وړاندې نه د پوځ پرضد راپارونکې وېنا په تور کې بندي دی.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي، د خېبرپښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د رياستي ادارو پرضد د کرکې د ډکو وېناګانو په سر به د پي ډي اېم د مشرانو پرضد مقدمه درج کوي.

پي ډي اېم يا پاکستان ډیمو کرېټک مومنټ د حکومتي واکمنه ايتلافي ګوندونو تحریک دی.