ضيا لانګو: کوټه د سخت سېلابي صورتحال سره مخ ده

تيره شپه د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو سلاکار او د کوټې ډپټي کمشنر ويلي، د کوټې نه په چاپېره علاقو کې د بارانونو له امله د شپې ناوخته سېلابي اوبه د کوټۍ ښار بېلابيلو برخو ته ننوتي دي.

د کورنيو چارو سلاکار ضيا لانګو ويلي، په کوټه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 500 کسان په سېلابي اوبو کې ايسار شوي دي.

د شپې ناوخته نوموړي ويلي، د افتونو په وخت د انتظام اداره، پولیس او ضلعي انتظاميه لګیا ده خلک ژغوري او نوموړي په مرکزي حکومت د مرستو غږ کړی دی.

د کوټې مرستيال کمشنر د شپې نزدې په 12 بجې خبرداری ورکړی وو چې په کومو ابادو کې د اوبو نالۍ تللي هغه خلک دې خوندي ځايونو ته ووځي.

وروسته هغه په کلي سمل اباد کې د سېلابي اوبو کورونو ته ننوتو خبر ورکړی دی.

له دې وړاندې نوموړي د کلي ناصران خلکو ته د کورونو پرېښودو او بايي پاس ته د وتلو ويلي وو.

خبريال سيد علي شاه د شپې لس دقيقي/ منټه دپاسه په یوه بجه په ټویټر يوه ویډيو خپره کړې چې اوبو د کوټې بېلابيلو سيمو ته تللي دي.

هغه هم د ډپټي کمشنر اعلاميه خپره کړې چې پکې ويل شوي د وړاندې نه خلکو ته خبر ورکول کيږي، چې د باراني نالو سره خواو شاه چې څومره ابادي ده په ځانګړي ډول خوله، سره غړګۍ، هنه وړک، کرخسه، او په بروري ناله کې اوبه راروانې دي او د ډېمونو نه د اوبو وتلو خطره ده.

نوموړي په يو بل ټويټ کې ويلي د رېل د پټلۍ او سړکونو نه وروسته د بلوچستان صوبې د نور ملک سره رابطې قطع شوي انټرنېټ او موبايل سروس هم کار نه کوي.

ويل شوي د شپې د کوټې په روغتونونو کې بيړني حالات په ځای کړی شوی وو.