د پاکستان حکومت په ټول ملک کې د ګڼو بارانونو او سېلابونو له کبله بیړنی حالت اعلان کړی

اسلام اباد ــــ د پاکستان حکومت د پشکال روان ويجاړوونکو بارانونو او سيلابونو نه وروسته ملى بيړنی حالت اعلان کړی او د داخله چارو مرکزى وزارت د سېول انتظاميې مرستو او امدادي کارونو کي برخه اخستلو لپاره د پوځ پرځای کولو منظوري ورکړې ده.

په دغو بارانونو او سېلابونو کې نېزدې 1000 کسان مړه شوي او تر دېرش میلينه ډېر بې کوره شوي دي.

د سیند وزیراعلا مراد علي شاه مېډيا ته ويلي دسږ کال سېلابونه له ٢٠١٠م کال نه خطرناک دى په کوم کې چې د 2000 نه زيات خلک مړه شوى وو او د هيواد نيزدې پينځمه برخه د اوبو لاندې راغلې وه.

د قدرتي افتونو د انتظام ملي ادارې اين ډي ايم اې تر مخه د جون مياشتې راهيسې روان دغو بارانونو او سېلابونو کې لږ تر لږه ٩٣٧ خلک مړه شوي چې پکې ٣٤٣ ماشومان هم شامل دي.

په دې کې د نيمې نه زيات خلک د بلوچستان او سیند صوبې دي چېرې چې د ريکارډ بارانونو په جريان کې په ترتيب سره ٢٣٤ او ٣٠٦ کسان مړه شوي دي.

د بارانونو او سېلاب نه په ټول هيواد کې نيم میلين کورونه اغېزمن شوي دي.

د چاپېريال د بدلون مرکزي وزيرې شېري رحمان ويلي، په ګرد هيواد کې د روانو بارانونو او سيلابونو څخه تر درې کروړه دېرش لکه زيات خلک اغېزمن شوي دي.

د پاکستان د حکومت په خواست باندې بېلابېلو نړيوالو ادارو د سېلاب نه اغيزمنه خلکو د مرستو لپاره 50 کروړه ډالره نه زيات د سمدستي مرستو اعلان کړی دی.

د اين ډي ايم اې تر مخه تر دې دمه د هيواد په ١١٦ ضلعو کې ځاني او مالي زيان شوی دی او بلوچستان صوبه د ټولو نه زياته اغيزمنه شوې ده چرته چې درې لکه شپېته زره خلک اغېزمن دي او ټول بلوچستان دا وخت د هيواد نورو برخو څخه ځمکنۍ او هوایي رابطه بېخي قطع شوې ده.

د پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې پي ډي ايم اې په شمالي سيمو کې د درانو بارانونو له وجې په سوات سيند کې د لویې کچې سېلاب اټکل کړی دی او د سوات، کوز دير، مالاکنډ، مومندو، چارسدې، مردان، نوښار او پيښور ضلعي انتظامیې ته یې د چمتو اوسېدو هدايات ورکړي دي.

د پي ډي ایم اې د يو چارواکي له مخې چارسدې سره نيزدې پروت د منډا ډېم هيډ ورکس يوه برخه د سېلابي اوبو له وجې ماته شوې ده چې وایي له وجې یې په چارسده، نوښار او ګېرچاپېره سيموکې د سېلاب خطره ده.

چارواکو خلکو ته خواست کړی چې د ځان خوندي ساتلو لپاره دې خپل کورونه پرېږدي او په حکومتي کېمپونو کې دې پناه واخلي.