متحده قامونو د پاکستان سېلاب ځپلو د مرستو د پاره د فوري 160 میلینه ډالرو اپیل کړی

متحده قامونو له پاکستان سره د شوو بارانو او د راغلو سېلابونو په نتیجه کې په شوو زیانونو کې د مرستې لپاره د 160میلینه ډالرو فوري مرستو اپیل کړی دی.

امریکا هم د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو د پاره د 30 میلینه ډالرو د مرستو اعلان کړی او واشنګټن کې د امریکا سفیر یې مننه کړی.

پاکستان ویلي د جون د میاشتې راهیسې د روانو بارانونو اوسېلابونو له وجې د ۳۳ میلینو نه زیات خلک په بده توګه اغېزمن شوي، ځپلی شوي او تر ۱۱۰۰ زیات مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو سره د مرستو اپیل په جېنوا کې او د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې په یو وخت کړی.

د یو وډیو پیغام د لارې د متحده قامونو سېکرټري جنرل انتونیو ګټرېش ویلي

“چې پاکستان دا وخت د پشکال د سختو تاریخي بارانونو د مشکلاتو سره مخ دی”

ګټرېش خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د سېلابونو له امله په میلینونو خلک بې کوره شوي، د صحت مرکزونه ویجاړ شوي ، د سارویو انتظام ګډوډ شوې، مواصلاتي نظام ته سخت زیان اوښتې او د خلکو امېدونه او خوبونه بې ارامه شوي دي.

انتونیو ګټرېش ویلي، د ملګرو ملتونو اپیل د لارې غواړي د سویلي اېشیايي سېلاب ځپلو سره د خوراک، د اوبو نکاسی، تعلیم او صحت په مد کې مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړه د پاکستان حکومت د موسمي بدلون د اثراتو نه اغېزمنه کورنیو سره د نغدو پېسو مرستې کوي چې دوي پرې خپل کار روان کړي خو د اپیل په وخت یې ویلي چې د خلکو ضرورتونه لکه د سېلاب د اوبو په رنګه تېزی سره زیاتېږي. راځې چې دې لویې بحران ته فوري او په ګډه ځواب اووایو.

انتونیو ګټرېش ویلي چې پاکستان د تودوخې د اثراتو سره مخ ځایونو کې یو اهمه مقام دی چې پکې د موسمي اثراتو نه د مړینو شمېره د نورې نړی په پرتله 15سلنه زیاته ده.

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د نهې سېشنبې په ورځ د سېلاب ځپلو سره د مرستو د هلو ځلو د پېل یوې دستورې ته وویل چې پاکستان دا وخت د مون سون د سخت موسمي اثراتو سره مخ دی او په هېواد کې یې دې تازه بارانونو د تېرو 30 کلنو ریکارډ مات کړی. قامی ادارې اېن ډي اېم ای ویلي تازه بارانونه د تېرو کلنو په پرتله 185 سلنه زیات شوي دي.

بلاول بهټو ویلي هېواد کې یې هرې خوا ته سېلابي اوبه خورې دي او قامي ادارې اېن ډي اېم ای د ملک 160 ضلعو کې 72 افت زده ګرځولي دي.

د قدرتي افتونو انتظام قامي ادارې ویلي تازه سېلابونو په هېواد کې تر یونیم میلینو کورونه متاثره کړي چې پکې درې لاکه او ۱۷ زرو نه زیات مکمل تباه شوي، 162پلونه یې اوړي او تر 3500 زرو پورې سړکونه یې تباه کړي دي. ددې ترڅنګ یې د اتو لکو زیات ساروي وژلي دي.

د منصوبه بندی او پرمختیا وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي چې د سېلاب ځپلو د بحالی د پاره لږ تر لږه لس اربه ډالرو ته اړتیا لري.

د پاکستاني چارواکو له خولې چین، ترکي او متحده عرب اماراتو د سېلاب ځپلو سره د مرستو د پاره د خوراکونو، خیمو، دوایانو او نورو بنیادي ضرورتونو پوره کولو د پاره مال اړونکي جازونه ورلېږلي دي.