پاکستان: سېلابونو او نورو پېښو کې د مړو شمېره 1191 ته سېوا شوې

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د سېلابونو سره په اړونده نورو پېښو کې لږ تر لږه نور27 کسان مړه شوي او 87 ژوبل شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره اړونده نورو پېښو کې د مړو ټوله شمېره 1191 ته رسېدلې او 3641 پکې ژوبل شوي دي.

په 1191 کې 522 نارينه سړي، 399 ماشومان، او 246 ښځې دي.

په رپورټ کې ويل شوي د پاکستان په سيند صوبه کې 422، په خېبرپښتونخوا کې 264، په بلوچستان کې 253 او پنجاب کې 188 کسان مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه د پاکستان 80 ضلعې بارانونو او سېلابونو وهلي او د 33 ميلينو نه زيات خلک بارانونو او سېلابونه اغېزمنه کړې او څلور لکه 68030 په کېمبونو کې دي.

بارانونو او سېلابونو 11 لکه 6359 کورونه اغېزمن کړي او درې لکه 72823 پکې په مکمله توګه تباه شوي دي. اووه لکه 31818 څاروي اغېزمن شوي 5063 کلوميټر سړکونه او 243 پُلونه هم سېلابونو وړي دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان سره د 160 ملينه ډالرو د مرستې غږ کړی دی.

پاکستان وايي د اندازې ترمخه لس لکه ډالره تاوان ورته اوړېدلی دی او کره انداره به د هغې نه وروسته لګي چې سېلابونه ووځي او د فصلونو په اړه معلومات وشي.

تراوسه پورې د پاکستان سره ګڼو هېوادونو مرستې اعلان کړي چې پکې امریکا، چين، متحده عرب امارات، ترکي او نور شامل دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په ملک کې دننه په درېو صوبو کې د بارانونو او سېلاب څپلو د مرستو دپاره د 38اربه روپو اعلان کړی دي، هغه ويلي 15 اربه روپۍ يې د سيند او لس، لس اربه روپۍ يې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا دپاره اعلان کړي دي.