پاکستانۍ لوبډلې چې تېره شپه د افغانستان نه د کرکټ سيالي ګټلې، په دغه خوشالۍ کې د پېښور په متنو سيمه کې په يوه حجره کې ډزې شوي، پوليس وايي د يو تن په ډزو کې د هغه زوی او بل تن لګېدلي او مړه شوي دي.
بل لور ته د پېښور پولیسو ويلي، د هوايي ډزو په تور کې يې ګڼ کسان نیولي دي.
د پېښور د متنو پوليس تاڼې يو چارواکي ذوالقرنېن وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې تېره شپه د پاکستان او افغانستان د سيالۍ وروسته يو تن په خپله حجره کې په خوشالۍ کې ډزې کولې، چې خپل زوی او بل تن ترې لګېدلي او دواړه مړه شوي دي.
هغه وويل د پېښې مقدمه درج شوې خو څوک پکې نيول شوي نه دي.
د پېښور پوليسو تيره شپه ويلي، چې د پېښور د مختلفو تاڼو په حدودو کې د پاکستان د کرکټ سیالۍ ګټلو په خوشالۍ کې په هوايي ډزو کې ککړ کسان نيول شوي، وسلې ترې ترلاسه کړی شوي او مقدمې پرې درج کړی شوي دي.
پشاور پولیس کی ہوائی فائرنگ کے خلاف کامیاب کارروائیاں جاریپشاور کے مختلف تھانوں کی حدود میں کرکٹ میچ جیتنے کی خوشی میں ہوائی فائرنگ کرنے میں ملوث ملزمان گرفتارگرفتار ملزمان سے اسلحہ برآمد کرکے مقدمات درج کردیئے گئے ہیں۔#UrvashiRautela #NaseemShah #asifali pic.twitter.com/iSsxd7gcJB
— Capital City Police Peshawar (@PeshawarCCPO) September 7, 2022
په يو ټویټ کې د پېښور کېپټل سيټي پوليس ويلي،
"د پېښور پوليسو د پاک افغان سيالۍ وروسته د هوايي ډزو کوونکو پرضد کارروايۍ کې 26 ملزمان نيول شوي، وسله ترې برامد شوې او مقدمې پرې درج کړی شوي دي".
وروسته په یو بل ټويټ کې ويل شوي د خزانې پوليسو هم څو کسان نيولي چې عکس يې خپور کړی شوي او اته تنه پکې ليدل کيږي چې نيول شوي دي.
د کرکټ سیالۍ نه وړاندې د پښور پوليسو اېس اېس اپرېشن کاشف افتاب عباسي په ټویټر ويلي وو، هوايي ډزې قانونا جرم دی، د پاکستان او افغانستان سيالۍ که هره يوه لوبډله وګټي د هوايي ډزو نه ډډه وکړئ دا خلک وژلی شي.
پاکستان او افغانستان کې اکثره د سيالۍ ګټلو وروسته خلک هوايي ډزې کوي.
تيره شپه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ايشيا کپ سيالۍ نه وړاندې په کابل کې د طالبانو د پوليسو وياند خالد ځدران هم په ټويټر ويلي وو.
د هوايي ډزو دې ډډه وکړی شي ګڼې ډزې کوونکي به د قانوني چلند سره مخ کيږي.