پاکستان کې پټرول يوه روپۍ او 45 پېسې ګران کړی شوي، د ډيزلو په قيمت کې بدلون نه دی شوی او د خاورو تېل اته روپۍ او 30پېسې ارزان کړی شوي دي.
د پاکستان د خزانې ډويژن د شپې ناوخته په دوه بجې [21 ستمبر] د تيلو د نوو بيعو اعلان کړی دی.
ويل شوي، په نړيواله کچه د تيلو په نرخونو کې د بدلونو په نتيجه کې نرخونه بدل کړی شوي دي.
د نوو بيعو ترمخه پټرول يو ليټر يوه روپۍ او 45 پېس ګران کړی شوي چې ورسره د يو ليټر قيمت د 235 روپو او 98 پېسو نه 237 روپو او 43 پېسو ته رسېدلی دی.
د ډيزل په نرخ کې بدلون نه دی شوی په خپل ځای ساتل شوي يو ليټر په 247 روپۍ او 43 پېسې دی.
د خاورو تېل اته روپۍ او 30 پېسې ارزان کړی شوي د يو لیټر نوی نرخ 202 او دوه پېسې دی، دغه رنګ لايټ ډيزل څلور روپۍ او 26 پېسې ارزان کړی شوي نوې بېعه يې 197 روپۍ او 28 پېسې ټاکل شوې ده.
د خزانې ډويژن ويلي، د تيلو نوې بیعې به د نن شورو/ چهارشنبې د ورځې [21 ستمبر] نه عملي وي.
پاکستان کې د تيلو بيعې د مياشتې په لومړۍ او 15 نېټه بدلولی شي خو دې ځل له پکې بدلون وروسته شوی دی.
د تېر په څېر دې ځل له هم د پټرولو په بيعو سېوا کولو په حکومت نيوکې شوي دي.
د مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سېنېټر فېصل جاوېد خان په ټويټر ويلي،
"د پټرول قيمت يو ځل بيا سېوا کړی شوی، د دې حکومت هر ساعت قوم ته ګران پرېووځي. که زر نګران حکومت رانغلو او د الېکشن نېټه اعلان نه شوه د حالاتو د قابو نه بهر کېدو خطره ده".
پیٹرول کی قیمت میں ایک بار پھر اضافہ - اس حکومت کا ہر گزرتا گھنٹہ اس قوم پر انتہائی بھاری ثابت ہو رہا ہے-جلد نگران حکومت نہ آئی اور الیکشن کی تاریخ کا اعلان نہ ہوا تو حالات قابو سے باہر ہونے کا خطرہ ہے-اللّٰہ تعالیٰ سے دعا کہاپنا کرم فرمائے اور پاکستان کو بحرانوں سے بچائے آمین
— Faisal Javed Khan (@FaisalJavedKhan) September 20, 2022
اېم اظهر صديقي ويلي،
"د کوم قانون لاندې قيمتونه نن سېوا کړی شو؟؟"
کس قانون کے تحت قیمتیں آج بڑھائیں؟؟پیٹرول کی قیمت میں ایک روپے 45 پیسے اضافہنئی قیمت 237 روپے 43 پیسےمٹی کے تیل کی قیمت میں 8 روپے 30 پیسے کمی لائٹ ڈیزل بھی سستا ہوگیا pic.twitter.com/hfidAHf2p4
— M Azhar Siddique 💎🇵🇰 (@AzharSiddique) September 21, 2022
له دې وړاندې په لومړي ستمبر پټرول دوه روپۍ اووه پېسې او هايي سپيډ ډيزل دوه روپۍ او 99 پېسې کران کړی شوي وو.
تېره میاشت په 16م اګست يو ليټر پټرول شپږ روپۍ او 72 پېسې ګران کړی شوي وو.