سیو دي چلډرن:پاکستان کې د 3.4 میلیونو څخه زیات ماشومان د سختې ولږې سره مخ دي

د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان سیو دي چلډرن ویلي، په پاکستان کې د 3.4 میلیونو څخه زیات ماشومان د سختې ولږې سره مخ دي.

د سازمان ترمخه د هېواد په سیلاب ځپلو سیمو کې د اندازې له مخې 76 زره ماشومان اوس د خوراک د سخت کمې ښکار دي او د سختې خوارځواکۍ د ګواښ سره مخ دي۔

کار پوهان وايي په هېواد کې د خوراکي توکيو د لوړو بيو له امله خلک نه شي کولی چې کافي خواړه پېدا کړي ځکه ماشومانو ته مناسب خوراک نه ترلاسه کېږي۔

دوی وايي که چرې د ماشومانو دغه ضرورت پوره نه کړل شي نو د خوارځواکۍ له امله ګڼ شمير کوچنيان ژوند د لاسه ورکولی شي او يا د جسماني ناروغيو سره مخ کېدلی شي۔

د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان سيو دي چلډرن په خپل يو بيان کې ويلي چې په پاکستان کې د سېلاب د تباهۍ له امله د ولږې سره دمخ خلکو په شمیره کې 45 فيصده زياتوالی راغلی دی۔

د پېښور زرعي پوهنتون د کلائمېټ چېنج مرکز پخوانی مشر ډاکټر محمد اکمل وي او ای ډيوه ته وايي چې د خلکو امدن کم دی او د خوراکي توکيو نرخونه ورځ تربلې سېوا کېږې ځکه مناسب خوراک نه شي اخستی۔

دنوموړي په وینا " کوم چې زمونږه بنيادي غذا ده لکه نشاسته، پروټين، معدنيات او وټامن شو نو ددې کمی زمونږ په دې ملک کې ډېره غټه مسله ده ځکه چې د خوراکي شيانو اخستل د برداشت نه بهر دي او ددغې وجې نه غذايي قلت جوړ وي او هم دغې وجې نه په خلکو کې ناروغۍ او کمزوري پېدا کېږي"

هغه وايي حکومت باید د خوراکي شيانو بیې داسې وساتي چې هغه د خلکو په توان او برداشت کې وي ترڅو د ځان لپاره مناسب غذا او خوراک اخستی شي۔

د سازمان ترمخه په پاکستان کې 5،96 ميلينه خلک د خوراک د کمې سره مخ وو خو اوس د هغوی شمېره 8،62 ميلينه ته لوړه شوې چې پکې د زياتو تعلق د سېلاب ځپلو سيمو سره دی۔

د سازمان په بيان کې دا هم ويل شوي چې د يخنۍ په موسم کې دغه شمېره نوره هم سېوا کېدلی شي او که په وخت ګامونه وا نه خستل شول نو د لکونو په تعداد کې د ځوانانو ژوند به د خطر سره مخ شي۔

په آغاخان فاونډېشن کې د غذايت ماهر مشتاق حسېن وي او ای ډيوه وايي کوم ماشومان چې د خوراک د کمې سره مخ وي نو په هغو کې نيمايي ژوند د لاسه ورکړي او يا ځيني په جسماني توګه معذوره شي۔

ښاغلي حسين وایي د خوراک دکمي سره دمخ ماشومانو مدافعتي نظام کمزوری وي او هر قسم بېماري دې ماشوم ته په اسانۍ سره لګېدلې شي او نيمې نه سېوا ماشومان پکې ژوند د لاسه ورکړي۔

هغه وايي چې کومو ماشومانو ته په لومړو دوو کلونو کې مناسب خوراک يا غذا ورنه کړل شي نو هغو کې د ځينو ماشومان قد کم پاتې شي۔

" او دې سره سره چې کوم د خوراک مهم اجزا دي لکه کېلشيم او وټامن ډی، که ماشومانو ته پوره خوراک نه رسیږي او ددغه اجزا کمی وي بيا ماشومانو کې د هډکيو ناروغۍ پېدا کېږي"

سېو دي چلډرن سازمان وايي د سېلابونو له وجې پاکستان کې فصلونو او څاروو ته زيان رسېدلی او د توکيو د کمې له امله په قيتمونو کې هم زياتوالی راغلی دی۔

بلخوا د سېلاب نه متاثره شويو خلکو سره د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونو ترڅنګ د غېر دولتي ادارو لخوا د خوراکي او غېر خوراکي توکيو مرستې دوام لري۔