په سوات کې دملاکنډ دسول انتظامیې له لوري راجوړې کړل شوې یوې جرګې ته سرکاري اؤ امنیتي مشرانو ویلي چې په سوات اؤ دملاکنډ ډویژن په نورو سیمو کې به امنیت په هر حال کې باوري کولی شي.
دغو سرکاري اؤ امنیتي چارواکو جرګې ته ویلي هیڅ یوې ډلې یا شخص ته به اجازه نه ورکړل کیږي چې دسیمې امن ،دټولنیزو اؤ اقتصادي فعالیتونو مخې ته خنډاڼ راولاړ کړي.
د ملاکنډ دسول انتظامیې له لوري دا جرګه تېره ورځ وروسته له هغې راجوړه کړل شوې وه چې تېره اوونۍ سوات کې ځایي خلکو، دمدني ټولنې استازو اؤ سیاسي مشرانو سیمه کې دناامنۍ اؤ دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد یوه ستره احتجاجي مظاهره وکړه اؤ په زغرده یې وویل چې نور به هیچاته دپښتنو په خاوره دناامنۍ خورولو اجازه ورنه کړل شي.
دسیدو شریف په ودودیه حال کې دا سرکاري جرګه په داسې حال کې راجوړه کړل شوې وه چې ځایي خبریالان وایي هغوئ ورته نه دي ورپرېښودل شوي اؤ هم دجرګې برخه والو په ځېنو لانجمنو ویناګانو شور اؤ غوغا کړې ده او ویلي یې دی چې هغوئ سیاسي تقریرونو اوریدلو له نه بلکې د امن خبرې اوریدو لپاره جرګه له ورغلي دي.
مالاکنڈ/ سوات امن وامان بارے گرینڈ جرگہکسی بھی گروہ یا فرد کو امن و امان کی صورتحال خراب کرنے کی قطعی اجازت نہیں دی جائے گی۔ گرینڈ جرگے کا فیصلہ ملک و سماج دشمن عناصر کے ساتھ آہنی ہاتھوں سے نمٹا جائے گا۔ گرینڈ جرگہ pic.twitter.com/lzBBQd40Nk
— Chief Secretary Khyber Pakhtunkhwa (@CSKPOfficial) October 15, 2022
دخیبر پښتونخوا دچیف سیکرټري په رسمي ټویټر پاڼه ددې جرګې په اړه دجاري کړل شوې سرکاري اعلامیې له مخې دجرګې برخه والو ته دسول انتظامیې چارواکو پخپلو ویناګانو کې ویلي دي چې په سیمه کې دحکومت عملداري پځائ ده اؤ چې هرڅه وي خو دا عملداري به همدا شان پځائ ساتل کیږي.
اعلامیه وایي جرګې ته ویل شوي چې کوم عناصر امن خرابوي ،تفرقه اچوي له هغوئ وړاندې هم انکار شوی دی اؤ بیا به هم نه منل کیږي.
خو په سرکاري اعلامیه کې نه ده واضحه کړل شوې چې ددغو "عناصرو" نه مراد څوک دي ؟
په جرګه کې دخیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکرټري،دپولیسو سرلښکر،دایف سي ځواکونو مشر،دملاکنډ کمشنر،دسوات،بونیر،شانګلې،دیر،باجوړ اؤ ملاکنډ ځایي خلکو برخه درلوده.
اعلامیه وایي چې دغه جرګې دملاکنډ د ټولو طبقو استازیتوب کړی اؤ په سوات اؤ دملاکنډ ډویژن نورو ضلعو کې یې دامنیت اؤ ثبات باوري کولو لپاره په پورته کړل شوؤ ګامونو بحث اؤ غور کړی دی.
داعلامیې له مخې سوات د ولس په مرسته امنیتي ځواکونو سیمه کې دامنیت دټینګښت لپاره یو اوږد مزل وهلی دی اؤ دهغې لپاره پوځ،پولیسو اؤ دسوات خلکو درنې قربانۍ ورکړې دي اوس به دا قربانۍ ضایع کیدو ته نه پرېښودل کیږي اؤ د ذاتي ګټو لپاره سوات کې داړي ګړي جوړونکو ارادې به شنډولی شي.
اعلامیه کې ویل شوي چې دجرګې برخه والو دقانون پځائ کوونکو ادارو ترشا د ودریدو اؤ سوات کې دبې ثباتۍ پیدا کولو لپاره دپریشر ګروپونو د ارادو شنډولو هوډ څرګند کړی دی.
سوات ودودیہ ہال میں "سرکاری جرگہ" بدنظمی کا شکار. ہم امن کی بات کرنے کے لیے آئے ہیں، سیاسی تقاریر سننے کے لیے نہیں. شرکا بھڑک اُٹھے. pic.twitter.com/w6lezLvQwR
— Anwar Anjum (@anwaranjum2) October 15, 2022
دسوات یو ځایي خبریال انور انجم دیادې جرګې یوه لنډه شان ویډیو هم په ټویټر خپره کړې ده اؤ لیکلي یې دی ورته چې جرګه کې بدنظمي رامنځته شوې اؤ دجرګې برخه والو ویلي چې هغوي دسیاسي تقریرونو اوریدلو لپاره نه بلکې دامن دخبرې لپاره جرګې له راغلي دي.
پخپل یو بل ټویټ کې هغه لیکلي دې سرکاري جرګې ته صحافیان نه دي ورپرېښودل شوي اؤ جرګه کې دمیډیا په کوریج بندیز ددې خبرې ښکاره ثبوت دی چې هغوئ د سوات د ولس پوښتنو ته دځوابونو ویلو همت نه لري.
دوه ورځې وړاندې خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ سوات کې دبدامنۍ اؤ طالبانو پرضد د ولس راپورته کیدو نه وروسته اوس پي ټي ایي په هره ضلعه کې سرکاري جرګې کوي.
خو هغه ویلي وؤ "جرګې خو ولسي وي،ولس اؤ د ولس مشران کښیني اؤ جرګې کوي خو حکومت دڅه شي جرګه کوي اؤ چا سره جرګه کوي؟"
په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالانو سوات کې دترسره شوې دې جرګې داعلامیې بیلابیلې برخې پرته له کومې تبصرې خپرې کړې دي خو یو شمیر فعالانو بیا په دې جرګه نیوکې کړي اؤ وایي داسرکاري جرګې دپښتنو نه بلکې دسرکار دي.
پشتون وطن کی ایک اپنی روایات کے مطابق جرگے ہوتے ہیں جس میں غلط کو غلط اور ساہی کو ساہی کہتے ہیں یہ مسنوعی اور بناے گٸ سرکاری جرگے پشتنوں کے نہیں ہیں نہ اس کو پشتون وطن کی جرگو کی نام دیا جاے #سوات_سرکاری_جرگہ_مردہ_باد#سوات_امن_مانگ_رہا_ہے pic.twitter.com/crw3LinZ1I
— Ajmal Kakar (@AjmalKa98134825) October 15, 2022
اجمل نومې ټولنیز فعال په ټویټر لیکلي پښتون وطن کې دخپلو روایاتو په اساس جرګې کیږي چې په هغې کې سم ته سم اؤ ناسم ته ناسم ویل کیږي،خو دا مصنوعي اؤ جوړې کړل شوې سرکاري جرګې دپښتنو نه دي اؤ نه ورته دپښتون وطن دجرګو نوم ورکړل کیدای شي.
ټولنیز فعال نورالله خان وایي سوات کې ریاستي سپانسرډ جرګه دسوات دهغه قامي جرګې په وړاندې محض یوه خندا ده کومې چې دسوات دخلکو دحقیقي دریځ حقیقي انځور خلکو ته وښودلو اؤ په ریاستي سرپرستۍکې دکیدونکو فعالیتونو ټول مقاصد یې مسترد کړل.
سوات میں ریاستی سپانسرڈ سلیکٹڈ جرگہ سوات قومی جرگہ کے سامنے محض ایک مذاق ہے جس نے سوات کے لوگوں کے حقیقی موقف کی حقیقی تصویر دکھائی جس نے ریاستی سرپرستی میں چلنے والی سرگرمیوں کے تمام مقاصد کو مسترد کر دیا۔ سوات قومی جرگہ کی بنیاد پر ہم اس سرکاری جرگے کو یکسر مسترد کرتے ہیں۔ pic.twitter.com/X8pmzMa5J1
— Noor Ullah Khan (پشتون) (@NoorHuramzai) October 15, 2022
په دې وروستیو کې سوات دترهګرۍ پر ضد د احتجاجونو مرکز جوړ شوی دی او د تېرې نهې په ورځ په مینګوره کې ولسي او سیاسي مشرانو یوه لویه مظاهره هم کړې وه. ځايي پولیسو د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې په یاده جلسه کې ۴۵ نه تر ۵۰و زرو پورې خلکو ګډون کړی وو.
دغو مشرانو اؤ دسوات ځایي ولس حکومت ته کرښه راښکلې وه چې په هیڅ صورت به نور پښتانه خپله سیمه کې دترهګرو مسلط کولو ته غاړه نه ږدي اؤ دترهګرۍ پرضد به مزاحمت اؤ هر رقم غږ پورته کوي.
دپښتونخوا سیاسي قیادت اؤ دسوات ځایي خلک وروسته له هغې په مینګوره کې احتجاج ته راټول شوي وؤ چې په دې وروستیو کې په میډیا اؤ سوشل میډیا دعوې وشوې چې وسله وال طالبان یو ځل بیا سوات ته راګرځېدلي اؤ دلته یې د ګزمو لیدل کیدو ترڅنګ پوځي اؤ پولیس مشران هم تښتولي دي.
خو دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله بیا سوات ته دطالبانو د راګرځیدو دعوه افواه ګڼي اؤ وایي داسې څه خبره نشته.
رانا ثناء الله سوات ته د طالبانو د واپسۍ نه دا انکار په داسې حال کې کړی چې تېره مياشت په ټولنیزو رسنیو يوه داسې ويډيو خوره کړل شوې وه چې پکې د پوليس يو ډي ايس پي په زخمي حالت کې ښودل شوی و او دوه تنه چې د هغوی د دعوې تر مخه د پوځ عسکر وو طالبانو نيولي وو او بيا په ياده ويډيو کې ښودل شوي وو.