امریکا د پاکستان په ژمنه او توان باوري ده چې خپلې ايټمې اثاثې به خوندي وساتي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، امریکې تل خوندي او سوکاله پاکستان د امریکې د ګټو دپاره مهم بللی او امریکا د پاکستان سره د اوږدې مودې همکارۍ ته ارزښت ورکوي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند وېډنټ پټېل نه په خبري غونډه کې د صدر بايډن د پاکستان د جوهري وسلو د بيان په اړه پوښتنه شوې او په ځواب کې ورته هغه ویلي، "په وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر امریکا سفر کړی او د امریکې د بهرنيو چارو وزیر سره یې ليدلي، د دې ډېر وخت نه دی شوی".

هغه زیاته کړې "دغه شان امریکايي کونسلر ډېرک چولټ هم د پاکستان کراچۍ او اسلام اباد ته ورغلی د هغې هم ډېر وخت نه دی شوی، څنګه چې د اوړي په اخره کې د يو اېس اې ايي ډي مشرۍ د پاکستان سفر کړی وو، نو دا اړيکې مونږ مهمې ګڼو او کومه خبره چې د سفير د غوښتنې پورې اړه لري نو مونږ په مسلسله توګه د بهرنيو چارو د وزارت د چارواکو سره وينو خو په دغې اړه مې په خصوصي توګه څه نه دي ليدلي".

او د صدر بايډن د پاکستان د جوهري وسلو په اړه تکراري پوښتنې ته چې "امریکا پاکستان خطرناک هېواد ګڼي"، په اړه پټېل بیا ويلي، "په خصوصي توګه په دغې اړه مې د نظره څه نه دي تېر شوي، خو امریکا د پاکستان په ژمنه او توان باوري ده چې خپلې ايټمي وسلې به خوندي وساتي".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت څخه دغه پوښتنه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې د امریکې صدر جوبایډن د ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وو‌ چې د هغه په اند پاکستان د نړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی ځکه چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی.

د صدر بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو بیان کې ویلي وو د تېرو څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی او د جوهري پروګرام د خوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول او څار لاندې دی.

شهباز شریف ویلي وو د ایټمي وسلو د توان په اړه پاکستان مدام زمه واره رول ادا کړی، او پاکستان د دې وسلو د نه خورېدنې، په سلامتیا او تحفظ د نړیوالې ایټمي توانایۍ دایجنسۍ په ګډون دټ ولو معیارونو سرته رسولو لپاره خپلې ژمنې سرته رسولي دي.

د امریکايي صدر د بيان وروسته پاکستان امریکې ته احتجاج کړی او په اسلام باد کې امریکایي سفیر خارجه دفتر ته بلل شوی او ورته احتجاجي مراسله یا لیک سپارل شوی وو خو د امریکې سپینې ماڼۍ ويلي وو چې صدر بایډن هیڅ نوې خبره نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري هم ویلي وو پاکستان يو زمه واره ايټمي ملک دی او خپلې ايټمې اثاثې د نړيوال معيار مطابق خوندي ساتي او که يو څوک پرې پوښتنې يا اندېښنې لري دوی به يې ورته ځواب اووايي.