دپاکستان دالیکشن کمیشن لخوا دتوشه خانې نه دسامانونو اخستو په قضیه کې دپخواني وزیراعظم دنااهله کولو پرضد دتحریک انصاف ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل کړي دي.
دجمعې په ورځ دپینځوؤ کالو لپاره دعمران خان دنااهله کولو دفیصلې مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان په زیاتره لویو اؤ وړو ښارونو کې دتحریک انصاف ګوند پلویان سړکونو ته راوتلي اؤ دالیکشن کمیشن ددغه پرېکړې پرضد یې سخت احتجاج کړی دی.
تحریک انصاف ګوند دې احتجاج ته د انقلاب دپیل نوم ورکړی اؤ وایي نااهلي که د لږ وخت لپاره وي اؤ که دټول عمر لپاره قام ته دمنلو نه ده اؤ قام دا الیکشن کمیشن دا پریکړه رد کړې ده.
خو بل لوري ته دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعمران خان دنااهلۍ په پرېکړه خپل غبرګون کې وایي الیکشن کمیشن دتوشه خانې قضیه کې انصاف کړی دی اؤ قام ولیدل چې دعمران خان د درغلۍ دیوې تجربې په کولو سره د وزیراعظم منصب د ذاتي امدن لپاره کارولی دی.
الیکشن کمشن نے توشہ خانہ ریفرنس میں انصاف کیا۔ قوم نے دیکھ لیا کہ کرپٹ پریکٹس کرکے وزیراعظم کے منصب کو ذاتی آمدنی کا ذریعہ بنایاگیا۔ “صداقت وامانت” کا بُت پاش پاش ہوگیا۔ قانون سے لڑنے، گولیاں،ڈنڈے چلانے / فسادی جتھے لانے کے بجائے قانون کے سامنے سر جھکائیں۔کوئی قانون سے بالا نہیں
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) October 21, 2022
دجمعې په ورځ دپاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان پرضد د توشه خانې مقدمې فېصله واوروله او عمران خان يې دپینځوؤ کالو لپاره نااهله وګرځولو .
له دغې فیصلې وروسته په پلازمینه اسلام اباد، پینډۍ، پېښور، مردان، چارسده،صوابۍ،لاهور،کراچۍ،فیصل اباد،سکهر،حیدر اباد،ملتان اؤ دهیواد په بیلابیلو لویو اؤ وړو ښارونو کې دتحریک انصاف ګوند په زرګونو پلویان سړکونو ته د احتجاج لپاره راوتلي دي اؤ سړکونه یې هم بند کړي دي.
نااھلی جز وقتی ہو یا کل وقتی ناقابل قبول ہے، قوم اس فیصلے کو مسترد کرتی ہے انقلاب کی ابتداءً ہو چکی ہے-@fawadchaudhry pic.twitter.com/2xg1VQ5TmA
— PTI (@PTIofficial) October 21, 2022
پاکستان تحریک انصاف ګوند دملک په بیلابیلو برخو کې دشوؤ احتجاجونو ویډيوګانې په ټولنیزو رسنیو له خپلو رسمي پاڼو خپرې کړي اؤ ورته یې لیکلي دي چې دا دې دانقلاب پیل وګڼل شي اؤ اوس به ددې پرېکړې نتیجو ته هیڅوک ټینګ نه شي .
دپاکستاني میډیا د رپورټونو ترمخه په اسلام اباد، پینډۍ اؤ ګڼو نورو ښارونو کې دپولیسو اؤ مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم شوې دي اؤ پولیس دمظاهره چیانو دخورولو لپاره اوښکی بهیونکي ګیسونه کاروي.
دبیلابیلو صوبو نه دتحریک انصاف ګڼ شمیر پلویان پلازمینې اسلام اباد ته هم داحتجاج لپاره کوچیدلي دي.
خو داسلام اباد پولیسو د نورو صوبو دحکومتونو نه غوښتنه کړې ده چې خپلو صوبو نه اسلام اباد ته دغیر قانوني اجتماعاتو لپاره دخلکو دراتګ مخه ونیسي.
ہر طرح کا پرامن احتجاج قانونی حق ہے۔راستے بند کرنا اور سرکاری املاک کو نقصان پہنچانا خلاف قانون عمل ہے۔دوسرے صوبوں کی حکومتوں سے گزارش ہے کہ غیر قانونی اجتماعات کی وفاقی دارالحکومت کی طرف نقل و حرکت کو روکیں۔ فیض آباد میں صورتحال کے مطابق پولیس آنسو گیس کا استعمال کررہی ہے۔1/2
— Islamabad Police (@ICT_Police) October 21, 2022
داسلام اباد پولیسو خپل یو بیان کې ویلي چې پرامنه احتجاج یو قانوني حق دی خو لارې بندول اؤ سرکاري ودانیو ته زیان رسول غیرقانوني عمل اؤ له دې باید ډډه وکړل شي.
پشاور اور پورے ملک نے آج باہر نکل کر یہ پیغام دے دیا ہے کہ مائنس ون فارمولا پاکستانیوں کو قبول نہیں۔ کپتان @ImranKhanPTI نے اس کرپٹ ٹولے کو الیکشن میں کلین بولڈ کردیا ہے۔ اب آپ سب لانگ مارچ کی کال کے لیے تیار رہے :: @Jhagra #عمران_خان_ہماری_ریڈ_لائن pic.twitter.com/pbbJrob2hQ
— PTI (@PTIofficial) October 21, 2022
وزیراعظم شهباز شریف یبه خپل یو بیان کې ویلي دي چې د عمران خان د صداقت اؤ امانت بت دړې وړې شوی دی اؤ اوس باید قانون سره دجنګیدو،دګولیو اؤ ډنډو چلولو اؤ دفساد خورولو پرضد قانون ته سر ټیټ کړل شي ځکه چې هیڅوک تر قانون بالا نه دی.
په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي دعمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند دمشرانو غونډه کې پرېکړه شوې ده چې دالیکشن کمیشن دپرېکړې پرضد به احتجاجونه دوامداره ساتي خو وایي دا احتجاجونه به پرامنه وي اؤ دګوند فعالینو ته به ویلی شي چې ماته ګوډه بایډ ونه کړي
الېکشن کمېشن په دغه مقدمه يا رېفرنس کې فېصله په 19 ستمبر محفوظه کړې وه.
دتوشه خانې قضیه څه ده؟
د عمران خان ضد دا مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس حکومتي اتحاد جمع کړی و.
په عمران خان تور لګول شوی و چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخستي يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه دي ښکاره کړي.
د روان کال داپرېل په مياشت کې د عمران خان د وزيراعظم د څوکۍ څخه له لرې کېدو وروسته نوي وزیراعظم شهباز شريف تور لګولی و چې د بهر نه ورته ترلاسه شوې ډالۍ یې په دوبۍ کې په 14 کروړه روپو پلورلې دي. خو تحریک انصاف ګوند بیا د وزیراعظم دا تورونه بې اساسه بللي وو.
او د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب دعوه کړې وه چې د توشه خانې څخه د 14کروړو د مالیت څيزونه چې پکې کالي پتري او قیمتي ساعتونه [ګړهۍ] شامل دي، په درې کړوړه اخیستل شوي او بیا په 18 کروړه روپۍ بهر خرڅ کړی شوي دي.
دعمران خان دریځ
پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه چې یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو چې دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.
توشه خانه د کابینې ډویژن هغه ځانګه ده چې پکې د بهرنېو هیوادونو څخه تر لاسه شوې ډالۍ ایښودل کیږي.
په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډونو په اړه فېصله اورولې او ویلي يې وو چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي، او ګوند ته يې شوکاز نوټس ورکړی وو.
په فېصله کې ويل شوي وو چې پي ټي ايي د 34 بهر ملکيانو نه فنډونه ترلاسه کړي دي، اته اکاونټونه يې ښکاره کړي او 13 اکاونټونه يې پټ کړي دي، او په فېصله کې د ځینو ملکونو او کمپنيانو نومونه هم ښودل شوي چې پېسې ترې ترلاسه کړی شوي دي.
الېکشن کمېشن په خپله فېصله کې ويلي وو، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي دي.
د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند د نورو مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې الېکشن کمېشن ته یې په مبینه توګه جعلي حلف نامه جمع کړې وه.
درې ورځې وړاندې په ياده مقدمه کې د اسلام اباد د مرکزي سيشن جج عدالت عمران خان ته ورکړی ضمانت تر 31 اکتوبر پورې غځولی دی.