رپورټ:پاکستان کې د انټرنيټ د ازادۍ کچه نوره ټيټه شوې ده

پېښور -په نړۍ کې د جمهوريت د ودې ، سياسي ازادۍ او بشري حقونو دپاره دکارکوونکې غير دولتي ادارې "فريډم هاوس" په تازه خپور شوي رپورټ کې ويل شوي پاکستان دنړۍ په هغو هيوادونو کې شامل دى چې پکې ټولنيزې رسنۍ او انلاين مواد دسختې حکومتي څارنې لاندې دي.

دې رپورټ سروى رپورټ کې د٧٠ هېوادونو دننه انټرنېټ ته دلاس رسي او په ازاده توګه ددې د کارول کېدو جاج اخستل شوى دى.

د فريډم هاوس سروى کې چې د ازادۍ لوړې کچې دپاره ١٠٠ نمبرې او داسې تر ټولو ټيټه کچه صفر اېښودل شوې او ددغو اصولو په اساس بيا پاکستان ته ٢٦ نمبرې ورکړل شوې دي.

ددغه رپورټ په ٧٠ هېوادونو کې دترسره شوي تحقيق په اساس درې قسمه درجه بندي شوې ده (١) ازاد (نيمايي ازادي يا څه برخه ازادي) او (پابند يا نه ازاد)

پاکستان بيا په دغه نوملړ کې په دريمه درجه کې ايښودل شوی يعنې چرته چې د انلاين موادو يا انټرنېټي ازادي نه ورکړل کيږي ۔

د فريډم نېټ ورک رپورټ کې ويل شوي پاکستان کې انټر نېټ ته لاس رسي کې په ٢٥ کې ٦ خنډان موجود دي ، د موادو په اړوند ٣٥ کې ١٣ بنديزونه او بيا په ٤٠ کې ٧ برخو کې دانټر نېټ کارونکو د حقونو سرغړونه ترسره کيږي.

د فريډم نېټ ورک دغه رپورټ کې په انټرنېټ بنديزونو لګوونکو هېوادونو کې زيات اسلامي هېوادونه دي چې دغو کې د پاکستان په شمول ،بحرېن ، سعودي عرب ، مصر ، ايران ، قازقستان، سوډان ، ترکيه ، ازربايجان او متحده عرب امارات شامل دي.

د رپورټ ترمخه دا هغه هيوادونه دي چرته چې دانټر نېټ رسد او کارولو په لړ کې بنديزونه لګول شوې دي او دغه هېوادونه بيا دريمه درجه يعنې ”نا ازاد“ ګنل کيږي.

خو بيا انډونېشيا ، بنګله دېش ، عراق ، اردن ، کرغستان، لبنان ، لېبيا ، ملاېشيا په دويمه درجه کې شامل دي چرته چې نيمايي يا څه برخه ازادي ورړل کيږي.

د انټر نېټ او ډيجيټل حقونو دپاره دکار کوونکې غېر دولتي ادارې باېټس فار ال مشر هارون بلوچ وي او اى ډيو سره دخبرو په مهال ووېل ،دغه زيات بنديزونه پرځاي کوونکي هېوادونه هغه دي چرته چې باچاهي نظام دى او يا بيا هغه هېوادونه چې باچاهي نظام نه لري خو بيا دجمهوري اوبشري حقونو دمنلو رويې هم نه لري ۔

هغه وايي دا څرګنده ده چې داسې هېوادونه نه غواړي ددوي په تګلاره اوخپل کړي نظام دومره په څرګنده نيوکې روانې شي ځکه ، د داسې کولو سره بيا دوي ته دا ويره راپېښېږي چې دغه انلاين مواد به دوي ته خنډان جوړ شي.

هارون بلوچ ووېل ، تر يو وخته پورې د پاکستان نيمايي يا څه برخه د انټرنېټي ازادۍ په هېوادونو کې شمېرل کېده خو بيا د تحريک انصاف د تېرې واکمنۍ دور کې ډېر داسې قوانين جوړ کړى شول چې په نتيجه کې يې دغه بنديزونه زيات شوي دي ۔

"اوس ليدل شوې دي چي د ډېرو فعالينو د بلاک کولوهڅې شوې دي ، ډېر مواد د بنديزونو سره مخ شوي ،وېب پاڼې هم بلاک شوې دي"

د "بولو بي" په نوم د ډيجيټل حقونو سازمان يومشر اسامه خلجي ډيوه ته وايي ،نه يوازې دا چې دلته د انټر نېټ په اړه سخت جوړ شوي قوانين دانټر نېټ د ازادۍ په لار کې خنډ جوړ شوي بلکې په ډېرو برخو کې بيا انټر نېټ ته خلک لاس رسى هم نه لري او يا بيا دا چې انټر نېټ د حکومتي څارنې د لاندې ساتل شوى.

د نوموړي په وينا ددې مقصد دا دى چې څوک زياتې نېوکې کوي نو په هغوي بيا فشار جوړ کړى شي او ځکه هم دلته د انټر نېټ د ازادۍ کچه بيا نوره ټيټه شوې ده