شهباز شریف: محمد بن سلمان د مسجد نبوي په پېښه کې ککړو بندي شپږو پاکستانيانو خوشي کولو امر کړی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان ته يې خواست کړی چې د مسجد نبوي په پېښه کې ککړ پاکستانيان خوشي کړي او هغه يې د خوشي کولو امر کړی دی.

شهباز شريف ویلي، د محمد سلمان مننه کوي چې د هغه خواست يې منلی دی. د پاکستان وزیراعظم د شورو/ چهارشنبې په ورځ د سعودي عرب دوه ورځنی سفر پوره کړی دی.

د پاکستان سرکاري میډيا [رېډيو پاکستان] ويلي، د مسجد نبوي په پېښه کې شپږو پاکستانيانو، خواجه لقمان، محمد افضل، او غلام محمد ته د اته کلونو بند او انس، ارشد او محمد سلیم ته د شپږو، شپږو کلونو بند سزاګانې اورول شوې وې.

ويل شوي د دې ترڅنګ طاهر ملک نومې تن ته د درېو کالو بند او 10000 سعودي ريالونو سزا او جرمانه اورول شوې وه.

د سعودي ګزټ په وېب پاڼه هم د سعودي عرب د سرکاري خبري ادارې سعودي پريس ايجنسۍ دغه خبر خپور کړی شوی چې د دوه سپېڅلو جوماتونو سرپرست وليعهد محمد بن سلمان د شهباز شريف په خواست پاکستانيان معاف کړي او خوشي کولو حکم يې کړی دی.

د روان کال اپرېل د میاشتې په وروستیو کې چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د وزیرانو سره سعودي عرب ته تللی وو، د هغه په وزیرانو مريم اورنګزېب او شاه زېن بګټي باندې په مسجد نبوي کې د غل، غل او غدار غدار نعرې وهل شوې او په ټولنيزو رسنيو په خپرو شوو ويډيوز کې ليدل شوي وو، چې يو تن د شاه زېن بګټي د وېښتو نه نيولی وو.

په ټولنيزو رسنيو ویل شوي وو دغه کسان چې په حکومتي وزيرانو يې نعرې وهلي دا د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان وو. تحریک انصاف ګوند په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه وو ويلي.

خو د يادې پېښې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، په دغه ناوړه پېښه به د کورنیو چارو وزارت د سعودي عرب نه غوښتنه کوي چې دغه پېښه کې د ککړو کسانو پرضد باید قانوني ګامونه واخستل شي.

او د تحريک انصاف ګوند فواد چودري د رانا ثناالله د بيان په غبرګون کې ویلي وو، عجيبه حکومت دی سعودي عرب ته خواست کوي چې پاکستاني مزدوران په سعودی کې ونیسي.

د جون په مياشت کې بيا داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د سعودي عرب يو عدالت د مسجد نبوي په پېښه کې نيول شوي یو پاکستاني ته د درېو کالو بند او 10000 رياله جرمانې سزا اورولې ده.