لویدیځ ته د روس خبرداری: مونږ کولای شو ستاسو تجارتي سټلایټونه په نخښه کړو

واشنګټن – د روس د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، ماسکو کولای شي د لویدیځ هغه تجارتي سټلایټونه وولي کوم چې د اوکراین په جګړه کې کارول کېږي.

که چېرې دا کار وشي نو له دې سره به په اوکراین کې روانه اته میاشتنۍ جګړه نور هم زور واخلي او د روس او د لویدیځ ترمنځ به ورسره د مستقیم مخالفت خطر زیات شي.

تر اوسه پورې د روس ددې ګواښ په اړه د امریکا او یا هم د تجارتي سټلایتونو د چلونکو لخوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

د روس د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي کنسټنټن وېرونتسوف وویل، د لویدیځ له سټلایټونو څخه د اوکراین د جګړې په هڅو کې کار اخېستل "یو زښت زیات خطرناک کار دی."

نوموړي د ملګروملتونو لومړنۍ کمېټې ته وویل، د لویدیځ لخوا د اوکراین د ملاتړ لپاره د داسې سټلایټونو کارول یو پارونکی عمل دی.

هغه د سټلایټ د کومې ځانګړې کمپنۍ نوم یاد نه کړ خو ایلان مسک تر دې مخکې په دې میاشت کې ویلي وو چې د هغه سپېس اېکس کمپنۍ به په اوکراین کې د سټارلېنک په نامه د انټرنېټ کمپنۍ مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او ویلي وو چې دا ګام د ښه نیت لپاره اخلي.

روس په فضا کې د پام وړ یرغلیزه وړتیا لري او امریکا او چین هم په ورته توګه.

په ۲۰۲۱ کال کې روس د سټلایټ ضد یو توغندی د دې لپاره توغولی و چې خپل یو سټلایټ پرې له منځه یوسي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د نومبر په اتمه روس ته ځي:

په هند کې د روس سفارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سوبراه منیام جېشنکر به د نومبر په اتمه نېټه له روس څخه لیدنه وکړي.

د روس د سفارت لخوا په ټویټر باندې په یوې خپره شوې اعلامیې کې راغلي، "د نومبر په اتمه نېټه به په ماسکو کې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړي.

د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخوروام ویلي، "دواړه وزیران به په دوه اړخیزو موجوده حالاتو او نړیوالې اجندا باندې خبرې وکړي."