فريډم نېټ ورک: پاکستان کې په تيرو لسو کلونو کې 53 خبريالان وژل شوي

اسلام اباد - په پاکستان کې د صحافيانو پرضد کېدونکو جرمونو باندې نظر لرونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک د کال 2022 په رپورټ کې ويلي چې په دغه هېواد کې د کال 2012 او 2022 ترمينځه موده کې د وژل شويو صحافيانو په 96 فيصده پېښو ککړو ملزمانو ته سزاګانې نه دي ورکړل شوي.

د قتل مېدان او په پاکستان کې د وژل شويو صحافيانو لپاره د انصاف د نيشتوالي د عنوان لاندې دا رپورټ د خبريالانو خلاف د جرمونو د استثنا د خاتمې د اکتوبر په 2 نېټه د نړیوالې ورځې نمانځل کېدو مخکې جاري کړی شوی وو.

پاکستان په لومړي ځل د کال 2013 د اکتوبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د کاريز پلان توثيق کړی وو او له هغې وروسته يې د صحافيانو د تحفظ په اړه د کال 2021 په قانون د عمل کولو عزم هم کړی وو.

د فريډم نېټ ورک د رپورټ ترمخه د کال 2012 او 2022 ترمنځ موده کې د پاکستان دننه 53 صحافيان وژل شوي خو د رپورټ مطابق د قتل په دې 53 مقدمو کې يواځې دوه مجرمانو ته سزاګانې ورکړی شوي دي.

رپورټ زياتوي په پاتې 96 فيصده مقدمو کې د هېواد د انصاف نظام وژل شويو خبريالانو او د هغوى کورونو ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلی دی.

وي او اې ډیوه سره په کې د غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک مشر او په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم نماینده اقبال خټک وايي دا رپورټ هغه بنيادي خنډان په ګوته کوي چې د صحافيانو پرضد جرمونو کې ککړو کسان د سزا نه بچ ساتي.

ښاغلی خټک وايي يو دا چې پولیس خپل چالان په عدالت کې نه جمع کوي،او دويم خراب تحقيقات دي د کوم له کبله چې مقدمه په وړاندې نه ځي عدالتونه د ککړو کسانو خلاف فېصله نه ورکوي ځکه چې عدالت ثبوت غواړي.

د فريډم نېټ ورک په دې رپورټ کې د پاکستان دننه د صحافيانو لپاره تر ټولو زیات خطرناکه سيمه سيند صوبه ګرځول شوې ده او وايي د کال 2012 او 2022 ترمنځ لس کاله موده کې د کار پرمهال تر ټولو زیات 16 صحافيان په سيند صوبه کې وژل شوي دي چې د ټولو قتلونو 30 فيصده برخه جوړېږي او هم دا ډول په پنجاب صوبه کې دغه مهال 14 خبريالان وژل شوي چې د ټولو کېسونو 26 فيصده جوړېږي.

د ياد تنظیم په دې رپورټ کې نامالومه تنان د صحافيانو تر ټولو لوي دوښمنان بلل شوي او رپورټ د وژل شويو صحافيانو د کورنیو څخه د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس وايي په دغه موده کې نامالومه کسان د صحافيانو لپاره تر ټولو لويه خطره ثابته شوې ده.

دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې يو ياد پاکستانی خبريال خبريال ارشد شريف د 23 اکتوبر په شپه په کېنيا کې د نيروبي سره نزدې په مرموز ډول د پولیس په ډزو کې وژل شوی او ددغه هيواد پولیسو د دې وژني بنيادي لامل د شناخت تېروتنه ګرځولې ده.

د ارشد شريف د وژنې د پېښې په تړاو د پاکستان د پوځ وياند او د کورنیو چارو وزیر د شخصي ټى وي چېنل اې ار واي مشر سلمان اقبال نوم اخستی او غوښتنه یې کړې چې هغه دې هم پلټنو کې شامل کړل شي خو د شخصي ټى وي چېنل مالک سلمان اقبال په ټويټر جارى کړي بیان کې ويلي، په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني صحافي ارشد شريف د قتل پلټڼې دې ملګري ملتونه وکړي او نوموړي په دې قتل کې د خپلې ککړتیا خبره هم رد کړې ده.

پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ تروړولو او د اختلافي اوازونو د غلې کولو اوږد تاریخ لري او د صحافيانو د حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه ددې تور د پاکستان په طاقتوره پوځ پورې کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د صحافيانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز د کال 2022 په خپل راپور کې پاکستان د صحافتي ازادې په لحاظ سره د نړۍ د 185 هېوادونو په فهرست کې په 157 نمبر اچولی دی او په نړيواله کچه پاکستان د صحافيانو لپاره هم خطرناک هېواد بلل کيږي.

اسلام اباد کې صحافيانو ته د قانوني مرستو لپاره د وکيلانو د جوړې قانوني څانګې غړی او قانون پوه افتاب عالم ډيوه ته وايي په پاکستان کې د صحافيانو پرضد جرمونو کې د استثنا رواج د کمېدو پرځاې سېوا شوی دی.

هغه وايي دا يو افسوسناک صورتحال دی چرته چې د صحافيانو خلاف د جرمونو کچه خپل بام ته رسېدلې ده خو د صحافيانو خلاف جرمونو کې ککړو کسانو ته سزاګانې نه کېدل په بنيادي توګه د جرمونو د سېوا کېدو لامل ګرځي.

هغه زياته کړه لومړی به مونږ وېل چې د کال 2001 او 2020 ترمنځ 150 خبريالان وژل شوي وو او زمونږ د مالوماتو له مخې په دې کې هم يواځې د څلورو مقدمو عمل بشپړ شوی خو د فريډم نېټ ورک دا اوسنۍ شمېرې ښيي چې د جرم څخه د بچ کيدو کلچر نور هم زیات شوی دی.

پاکستان کې د صحافيانو تر ټولو لوي تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس غړی او پښتون خبريال حنیف الرحمن ډيوه ته وايي کوم خلک چې د صحافيانو خلاف جرمونو کې ککړ دي هغوي دومره توانمند او بااثره دي چې که د هر چا حکومت وي د هغوي په اثر رسوخ کې هېڅ کمې نه راځي باید د دې لپاره ځانګړي قوانین جوړ کړی شي.

ناقدين وايي د دې راپور پايلې ښاي چې که څه هم په پاکستان کې په مرکزي کچه ا و سیند صوبه کې د صحافيانو د تحفظ لپاره ځانګړي قوانین جوړ کړی شوي خو بيا هم صحافيان غېر محفوظ دي.