امریکې يو ځل بيا د عمران خان د حکومت غورځولو تورونه رد کړی

امريکې يو ځل بيا د پاکستان د مخکني وزيراعظم او پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هغه تورونه رد کړی چې ګنې امریکې د هغه د حکومت پرضد سازش کړی او غورځولی یې وو.

عمران خان د په 28 اکتوبر د لاهور نه اسلام اباد پله لانګ مارچ پېل کړی او په خپله ويناګانو کې بیا بيا د رژيم چېنج خبره تکراروي چې د امریکې په سازش يې حکومت ختم کړی شوی، خو عمران خان د اپرېل په میاشت کې د عدم اعتماد د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نېډ پرايس نه د عمران خان د لانګ مارچ او تورونو په اړه پوښتنه شوې او هغه يې په ځواب کې ويلي،

"مونږ د ناسمو معلوماتو پرضد مبارزه کوو، څو ځله مې ویلي چې په دغه توروونه هیڅ حقيقت نه لري، او چاته اجازه نه ورکوو چې د پروپېګنډې د لارې د پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيکو په وړاندې خنډ جوړ شي".

هغه زیاته کړې، "امريکا د پاکستان سره د اوږدې مودې اړیکو ته ارزښت ورکوي، او مونږ تل خوشاله او جمهوري پاکستان د خپلو ګټو دپاره مهم ګڼلی او دغه پاليسي په خپل ځای ده".

نېډ پرايس په پاکستان کې د سوتره ټاکنو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، "امریکا تل د پرامنه، اييني او جمهوري اصولو لاندې نه يواځې په پاکستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د انتخاباتو ملاتړ کوي".

عمران خان خپل لانګ مارچ ته د حقيقي ازادۍ نوم ورکړی او وايي يواځينۍ غوښتنه يې د انتخاباتو ده چې حکومت دې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي خو حکومت ويلي، انتخابات به راتلونکی کال په خپله نېټه کيږي.

د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشر پخواني وزیراعظم نواز شریف په يو ټویټ کې عمران خان د فتنې په نوم ياد کړی او ويلي يې دي،وزیراعظم "شهباز شريف ته يې ويلي چې د عمران خان يوه غوښتنه نه اوري".

او د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري د نواز شريف د ټويټ په ځواب کې ويلي، "ووټ ته عزت ورکړئ نعرې وهونکي اوس د ووټ څخه تېښته کوي".

د څيړونکو په نظر عمران خان د لانګ مارچ د لارې په اسټبلشمنټ فشار اچول غواړي چې په حکومت د نوو انتخاباتو نېټه اعلان کړي، په ځان جوړې مقدمې ختمې کړي او ځان فعاله وساتي.