عمران خان چې وړاندې جنرل باجوه ستايلو، اوس وايي غبن يې بد نه ګڼلو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکي وزير عمران خان تور لګولی، د پاکستان د پوځ مشر "جنرل قمر جاوېد باجوه غبن يا کرپشن بد نه ګڼلو او د احتساب کولو دپاره نه وو تيار"، خو نوموړی چې وزيراعظم وو د جنرل باجوه ستاينې به يې کولې.

د پاکستان پوځ د پوځ په مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د عمران خان تور ته سمدستي کوم غبرګون نه دی ويلی.

خو عمران خان دغه تور په داسې حال کې لګولی چې په وروستيو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم د عمران خان د نوم اخستو پرته ويلي وو په "پوځ او ادارو ځکه نيوکې شوي، ميرجعفر او میر صادق ورته ویل شوي چې د غېر اييني او غېر قانوني کار نه يې انکار کړی وو".

عمران خان چې د لاهور نه اسلام اباد پله لانګ مارچ روان کړی، وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې يې ويلي، د لانګ مارچ د لارې سمدستي انتخابات غواړي.

خو حکومت د عمران خان دغه غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کيږي.

عمران خان ویلي، د حکومت غټه ناکامي يې دا وه "چې احتساب يې پکې نه دی کړی ځکه چې د هغه په وينا د احتساب اداره نېب د هغه په واک کې نه وه".

خو د عمران خان په حکومت کې د هغه مخالفه ګوندونو تل نيوکې کولې چې عمران خان د نېب اداره د سیاسي انتقام دپاره کاوري.

د څيړونکو په نظر عمران خان د لانګ مارچ د لارې د زر انتخاباتو د غوښتنې سره غواړي چې د هغه پرضد جوړې مقدمې ختمي شي.

عمران خان د لانګ مارچ په سر کې ويلي وو د حقيقي ازادۍ دپاره لانګ مارچ کوي خو د حکومتي واکمنه مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف د عمران خان د لانګ مارچ په اړه ويلي وو، چې "هغه د کوم انقلاب دپاره نه بلکې د خپلې خوښې د پوځي مشر لګولو دپاره يې کوي".

خو دوه ورځې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف يو مشر پروېز خټک ويلي "دوی اعتراض نه لري که هر څوک پوځي مشر جوړيږي".