واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه وایي په پاکستان کې وروستیو توفاني بارانونو او سېلابونو تقریباً 27,000 سکولونه تباه کړي یا یې زیانمن کړي چې له کبله یې تر دوه میلین یعنې 20 لکه ډېر ماشومان له تعلیمه محرومه شوي دي.
یونیسف د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل زورورو سېلابونو د پاکستان لویې سیمې لاندې کړې وې او اوس تر دوو میاشتو وروسته هم په ځینو آفت زده سیمو کې د سکولونو د ودانیو یواځې پورتنۍ برخې لیدل کیږي، وایي کېدای شي په بشپړه توګه د سېلاب د اوبو کمېدل څو میاشتې وخت واخلي.
د تعلیم لپاره د یونیسف د نړیوالې څانګې مشر رابرټ جینکنز د سېلاب ځپلو سیمو تر لیدو وروسته وویل، "د پاکستان په میلینونو ماشومانو په ډېر بد حالت کې په شپه شپه د کورنۍ غړي، کورونه، سرپناه او د تعلیم اسانتیا وبایلل".
ښاغلي جینکنز وویل، دغه ماشومان اوس له یو نامعلوم راتلونکي سره مخ دي چې دوی به کله خپلو سکولونو ته بیرته ستانه شي، وایي مخکې هم د کورونا وبا له کبله د پاکستان سکولونه د نړۍ په کچه تر ټولو اوږده موده بند ساتل شوي وو او اوس به د دوی راتلونکی له یو بل خطر سره مخ شي.
د موسمي بدلون له کبله په پاکستان کې د وسې یا پشکال بارانونو په ټول هیواد کې 33 میلینه خلک اغېزمن کړي او تر 1,700 ډېر کسان یې مړه کړي دي.
د پاکستان او د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا سېلابونو د دې هېواد لږ تر لږه اته لکه کورونه تباه کړي، 1.2 میلینه د ساتنې څاروي یې وژلي او 94 لکه اېکړه کرنیزه مځکه یې خرابه کړې ده.
یونیسیف اټکل کوي چې په ټول پاکستان کې سیېابونو تر 3.5 میلینه د زیاتو ماشومانو تعلیم اغېزمن کړی دی. وایي څومره چې د دوی سکولونه بند پاته وي، هغومره به د ماشومانو د همېشه سکول پرېښوولو خطر زیاتېږي.
یونیسیف وایي په پاکستان کې د ماشومانو د سکولونو بند پاتېدل به دا امکان هم زیات کړي چې جبري کارونو ته له مجبوره کېدو سره «چایلډ لېبر» یا «مزدور ماشومان» زیات شي او او له نورو ناوړه ځورونو سره هم مخ شي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې پاکستان تر له مخه هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې پر دویم نمبر دی چې زیات ماشومان یې له سکولونو بهر له تعلیمه محروم دي.
وایي د یوې اندازې له مخې په پاکستان کې 22.8 میلینه ماشومان سکولونو ته نه ځي چې عمرونه یې له پینځو تر 16 کلونو پورې دي، وایي دا د دې عمر د ګروپ د ټولې ابادۍ 44 فیصده جوړېږي.
رپوټ وایي ډېرې هغه ضلعې چې سېلابونو زیاتې زیانمنې کړې دي مخکې لا د پاکستان د هغو زیانمنو سیمو په نوملړ کې شاملې وې، چې په درو کې یوه برخه هلکان او نجونې یې مخکې هم له سکولونو بهر وو او 50 ماشومان یې د ټیټې ونې یا ټیټ قد لرلو له ستونځې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، چې د کورونا ویروس د زیاتوالي پر وخت په ټول پاکستان کې سکولونه 64 اوونۍ بشپړ یا جزوي بند وو او په تېره مارچ میاشت کې بیرته پرانیستل شول، وایي دا په نړۍ کې د ځینو سکولونو تر ټولو اوږده موده بندېدل وو.
یونیسف وايي د پاکستان په تر ټولو زیاتو اغېزمنو سیمو کې یې تر 500 زیات لنډمهالي د زدکړې مرکزونه جوړ کړي او له استادانو او ماشومانو سره یې د تعلیمي موادو مرسته کړې ده.
د یونیسیف د تعلیمي څانګې مشر رابرټ جینکنز وویل، "د ځینو ماشومانو لپاره- چې مخکې بېخي سکول ته نه وو تللي- دغه تعلیمي مرکزونه د زدکړې لومړۍ تجربه ده. موږ باید هغه څه وکړو چې کولای یې شو او دا ډاډ تر لاسه کړو چې دوی خپلو کورونو ته تر ستنېدو وروسته هم خپل تعلیم روان وساتي".
د رپوټونو له مخې د پاکستان په تر ټولو زیاته سېلاب ځپلې صوبه سیند کې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې اوس هم لا ډېرې سیمې تر اوبو لاندې دي.
ملګرو ملتونو د سېلاب په اړه پخپل وروستي رپوټ کې خبرداری ورکړی چې ژمی په چټکۍ را رسېږي او سېلاب ځپلي خلک سمدستي د اوسېدو له مناسبو ځایونو سره سره غیر خوراکي شیانو لکه خېمو او شړیو ته اړتیا لري.
رپوټ وايي د خرابو کورونو، له اوبو د خپرېدونکو ناروغیو، د ولاړو او صفایي د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله د خلکو د عامې روغتیا اندېښنې ډیرې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، تر سېلابونو مخکې 20 فیصده خلک له کورونو بهر خلاصو ځایونو د بولو کولو یا رفع حاجت لپاره تلل خو اوس یې شمېر 33 فیصده ته ختلی دی، ځکه چې وایي 60 میلینه خلک په کورونو کې د صفایۍ اسانتیاوې نه لري.