د اوکراين په جګړه کې د 15000 نه زيات کسان لا درکه شوي

د لادرکه کسانو د نړيوال کمېشن ترمخه د اوکراین په جګړه کې د 15000 نه زیات کسان لادرکه شوي دي.

په هاګ کې موقعيت لرونکی د لادرکه سازمان چې د بالکان د 1990م د لسيزو د جګړو په مهال جوړ شوی په جولايۍ کې يې په کيېف کې دفتر پرانستی چې د اواکرين د لادرکو مرسته وکړي.

د لادرکه کسانو دپاره جوړ کمېشن د يورپ مشرمېتيو هوليډی ويلي، دا نه ده معلومه چې په زوره څومره خلک لېږل شوي، دوی په روس کې په بند کې دي، د خپلو کورنيو د غړو سره دي، يا مړه دي او په عارضي قبرونو کې ښخ کړی شوي دي.

هوليډی رويټرز ته ویلي، د لادرکه اوکراينيانو دغه عمل به کلونه دوام ولري او دا د 15000 شمېره يواځې د ماريوپول ښار ده، چارواکي اټکل کوي د 25000 پورې کسان لادرکه یا مړه دي.

د نوموړي په خبره دا ډېره لويه شمېره ده او اوکراين د سختو چېلنجونو سره مخ دی او د روس سره په جګړه دی.

د لادرکه کسانو د کمېشن مشر دغه خبرې وروسته له هغې کړي چې د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه دي روس ته په دې سزا ورکړي چې په ولسي ابادۍ يې بمباري کړې ده.

د لادرکو د کمېشن ترمخه د ډي اېن اې معاينې د لارې د خپلوانو د پېژندګلو په لټه کې معلومه شوې چې د یوګوسلاويه په شخړو کې په 40000 کسانو کې 27000 لادرکه شوي وو.

کمېشن په کيېف کې هم د ډي اېن اې نمونې اخستل پېل کړي دي. او هاليډی ويلي اوس هم مهم دا دي چې ټول اقدامات سم ترتیب کړی شي چې خلک وپېژندل شي.